Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

ئې اخستلو چې ناڅاپه يو ديوال په هغه ځلمي باندې را اولويدو، د هغه يوه چغه اووتله او په هوا كښې خوره شوه، مزدورانو زر زر ديوال لرې كړو، ځلمے ئې هسپتال ته يوړلو، كور ته هم خبر رسيدلے وو، خنديدونكي مسكا كوونكي او د خپل بچي ناز اوچتوونكي مور باندې ګويا قيامت راغے، د زړه دړكن ئې اودريدو، د بچي تكليف په خپل ځائے....!! درد مندې مور ته په دې وخت د خپل تير شوي وخت يو ياد زيات تكليف رسولو، كلونه مخكښې خبره ده، دا ځلمے بچے چې كله وړوكے وو، يوه ورځ په كور كښې لوبے كولې، په لوبو لوبو كښې د هغه نه د شيشے يو ډيكوريشن پيس اولويدو او مات شو. د ډىكوريشن پيس د ماتيدو آواز چې ئې واوريدو نو مور په منډه راغله، قيمتي ډيكوريشن پيس ئې چې مات اوليدلو نو په غُصَّه كښې ئې اووئيل: الله دې اوكړي چې په تا ديوال را اولويږي او ستا ټول هډوكي مات شي. 

      آه! نن د مور كيدونكي ښيرې پوره شوې، په ځلمي بچي باندې ديوال را پريوتلو، د هغه ټول هډوكي مات شو، مور ئې هسپتال ته اورسيدله، بچي آخري ساه ګانے اخستلے او مور ئې سر ته ولاړه وه وئيل ئې: زما بچيه! د كور ټول لوښي مات كړه خو كاش! زما په پريښودو مه ځه ...!!

      اے عاشِقانِ رسول! څنګه د درد نه ډكه قِصَّه ده...!! داسې زمونږ په معاشره كښې هم كيږي، مونږه هم د منفـي ذِهن ساتلو سره په وړو وړو نقصانونو باندې د غُصّے نه سره كيږو او معلومه نه ده چې څه څه وايو. د بچي نه لوښے اولويږي، مات شي، چائے ترې توئ شي، څه نقصان اوشي نو خلق ماشومان رټي، قهريږي او معلومه نه ده چې څنګه څنګه ښيرې ورته كوي.