Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

د ټولو نه وړومبے خو د دې حديث مبارک په رڼا کښې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر مبارک کمال ته اوګورئ! دلته دا مه ګڼئ چې په قبر باندې د پاسه يو څو مَنه خاوره ده نو سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف د دې خاورې نه لاندې اوکتل، نه، نه...! داسې نه ده، هغه جهان بدل دے، قبر ته دننه کتل هسې خو شرعاً صحيح نه دي، البته که د باران وغيره له وجهې قبر برسيره شي نو مونږ ته به هلته هيڅ نه ښکاري، ولې؟ ځکه چې مونږ چې څه وينو، هغه دُنيا ده، د مَړي سره چې څه معاملې کيږي، هغه په دُنيا کښي نۀ بلکې په بَل جهان يعنې په عالَمِ برزخ کښې کيږي. خو قربان شم! دا د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر کمال دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې دُنيا کښې د ظاهري ژوند سره تشريف فرما وو، دا جهان بيل دے، عالَمِ برزخ بيل جهان دے او هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې جهان کښې د موجود کيدو سره بَل جهان اوليدو او په بَل جهان کښې څه کيږي؟ په څه وجه کيږي؟ په دې هر څه هُم پوهه شولو.

سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر کمال بيانوي او فرمائي:

شش جِہَت سمتِ مقابلِ شب و روز ایک ہی حال

دُھوم وَالنَّجْم میں ہے آپ کی بینائی کی([1])

د شعر وضاحت: مونږه عام خلق چې يُو نو مونږ ته صرف هغه څيز ښکاري کوم چې زمونږ د سترګو د وړاندې وي خو د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر مبارک دا کمال دے چې هغوئي بره، ښکته، ښي، ګڅ، مخکښې وروستو هر طرف ته وِيني، شپږ واړه اړخونه (يعنې ښي، ګڅ، بره، ښکته، مخکښې، وروستو) د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:154۔