Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

کولو کښې هم څه باک نشته. او کوم چې ژوندي دي د هغوئي د پاره هم ايصالِ ثواب کيدے شي. (6):انبيائے کرامو او مُرسلين علَيهِمُ السَّلام او فرښتو او مسلمانانو پيريانو ته هم ايصالِ ثواب کيدے شې. (7): د يوولسمې شريفې او رَجَبي شريف (يعنې په پينځلسم رجب شريف امام جعفرِ صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ثواب نذر کول) وغيره جائز دي. (8): داستانِ عجيب، شهزادے کا سر، دس بيبيوں کی کہانی او جناب سيِّده کی کہانیاں وغيره ټولې د ځانه جوړے کړے شوې قيصې دي، هغه هيڅکله هم مه لولئ. دغه شان يو پمفلټ په نوم د ” وصيت نامه“ خلق تقسيموي په کوم کښې چې د چا ”شيخ احمد“ خوب درج دے، دا هم جعلي (يعنې نقلي) دے د دې لاندې په خاص شميره کښې د چاپ کولو او تقسيمولو فضيلت او د نه تقسيمولو نقصانونه وغيره ليکلے شوي دي په دې هم باور مه کوئ. (9): د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د فاتِحه خوراک ته تعظيماً ”نذر او نياز“ وئيلے شي او دا جائز دے، دا مالداره او غريبانان ټول خوړلے شي. (10): د نياز او ايصالِ ثواب په خوراک باندې د فاتِحه لوستلو د پاره څوک راغوښتل يا د بهر په ميلمه باندې خوراک کول شرط نه دے، د کور خلق که پخپله هُم فاتحه اولولي او اوئې خوري بيا پکښې هم څه باک نشته. (11): روزانه چې څومره هم خوراک حسبِ حال د ښو ښو نيتونو سره کوئ، په هغې کښې که د يو بزرګ د ايصالِ ثواب نيت کوئ نو ښه ده. مثلاً * په ناشته کښې نيت اوکړئ: د ننئ ناشتې ثواب دې د مدنی سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي په ذريعه ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته اورسي. * د غرمې نيت اوکړئ: اوس چې کوم خوراک کوو (يا مو اوکړو) د هغې ثواب دې سرکارِ غوثِ اعظم او ټولو اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ته اورسي، * د شپې نيت اوکړئ: اوس چې څه خورو د هغې ثواب دې اعلیٰ حضرت، امامِ اهلسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او ټولو مسلمانانو نارينؤ او زنانؤ