Esal e Sawab Ki Barkatain

Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

ته اورسي يا دې په هر ځل ټولو ته ايصالِ ثواب کړے شي او دا زيات مناسب دي. ياد ساتئ! ايصالِ ثواب به صرف په هغه حالت کښې کيدے شي کله چې هغه خوراک په څه ښه نيت سره اوخوړلے شي مثلاً په عبادت باندې د توان حاصلولو په نيت سره اوخوړلے شو نو دا خوراک د ثواب کار شو او د دې ايصالِ ثواب کيدے شي. که يو هم ښه نيت نه وي خوراک کول مُباح دے چې په دې نه ثواب شته او نه ګناه، نو چې ثواب ميلاو نه شو نو ايصالِ ثواب به څنګ اوشي! البته که په نورو د ثواب په نيت اوخوړے شو نو د هغې خوراک ايصال ثواب کيدے شي. (12): د ښو ښو نيتونو سره د خوراک کولو نه مخکښې يـې ايصالِ ثواب کړئ يا يـې د خوراک نه پس، دواړه صحيح دي. (13):که کيدے شي نو هره ورځ (په نفع باندې نه بلکې) د خپل خرڅ په څلور سوه روپو کښې يوه روپئ او نوکري کوونکي دې په تنخوا کښې د مياشتې کم نه کم يو فيصد د سرکارِ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نياز د پاره اوباسي، د ايصالِ ثواب په نيت سره په دې رقم ديني کتابونه تقسيموئ يا يـې په څه قِسمه نيک کار کښې لګوئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې برکتونه به پخپله اووينئ. (14): جومات يا مدرسه جوړول صَدَقۀ جارِيَّه او د ايصالِ ثواب بهترينه ذريعه ده. (15): ايصالِ ثواب صرف د مسلمان د پاره کولے شئ. کافِر يا مُرتَد ته ايصالِ ثواب کول يا هغه ته ”مرحوم“، ”جَنَّتى“، ”په جَنَّت کښې اوسيدونکے“ ،  بخښلے شوے‘‘ ، رحم کړے شوے‘‘ وئيل کفر دے. ([1])

مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه


 

 



[1]... فاتحہ اور ایصال ثواب کا طریقہ، صفحہ:12-18 ملتقطاً۔