Book Name:Esal e Sawab Ki Barkatain

وجه نه ورکولے کيږي د کومې نه چې بچ کيدل ډير ګران دي. ([1])

پته اولګيده چې د چغلئ او د متيازو د دارو نه ځان نه بچ کول داسې ګناهونه نه دي د کومو نه چې بچ کيدل ډير ګران وي خو افسوس! نن سبا حالات ډير خراب دي، په اوسني وخت کښي نيکي ډيره ګرانه او ګناه ډيره آسانه شوې ده. داسې ګناهونه د کومو نه چې بچ کيدل ګران نه دي، زمونږه معاشره د هغه ګناهونو په ولقه کښې هُم راغلې ده. *چغلئ ته اوګورئ! د فساد د پاره د يو کَس خبره بَل ته رَسَوَلو ته چغلي وئيلے شي. ([2]) *چغلي ناجائزه او حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے. ([3]) خو افسوس! زمونږه حالت داسې دے چې *بس دوه کَسان چرته کښيني نو غيبت، چغلي [شروع شي] *په کورونو کښې غيبتونه، چغليانې * په بازار کښې دکانداران په خپل مينځ کښې د يو بَل چغلي کوي * په دفترونو کښې غيبتونه، چغليانې * د دوستانو سره په ناسته کښې غيبت، چغلي * غرض چې دا ګناهونه دومره زيات دي چې بس د الله پناه...!! نن سبا د دې نه بچ کيدل هم ډير ګران دي. په سوچ سره د خبرې کولو خو عادت بالکل د نشت برابر دے، لہٰذا ښه تعليم يافته هم په خبرو کښې بے احتياطي کوي * غيبت کوي * چغلي کوي *دروغ وائي خو اندازه قدرې هُم ورته نه وي چې ”ما چې اوس څه اووئيل، دا څومره خطرناک جُرم دے“ بس ژبه خوزي او په ګناه پسې ګناه کيږي. * هُم دغه شان د مِتيازو د دارو نه د ځان نه ساتلو معامله ده. * غير مُهَذَّبه خلق په کوڅو کښې ديوالونو ته متيازې کوي، د دې بے شرمئ کار کښې چې يو خوا نورې ډيرې زياتې بدئ دي نو بل خوا د


 

 



[1]... بخاری، کتاب الجنائز، باب الجرید علی القبر، صفحہ:381، حدیث:1361۔

[2]... الحدیقۃ الندیہ، القسم الثانی، المبحث الاول، النوع السابع فی النمیمۃ، جلد:4، صفحہ:63۔

[3]... الحدیقۃ الندیہ، القسم الثانی، المبحث الاول، النوع السابع فی النمیمۃ، جلد:4، صفحہ:64 بتصرف۔