Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

پورې چې الله پاک چرته غواړي هٰغه (نـمونځ) هٰغه ځائے ته اورسي، بيا هغه د ورستې شوې (زړې کپړې) پۀ شان راټول کړے شي او د هٰغه نـمونځ کوونکي پۀ مخ باندې ورويشتے شي. (معجم اوسط ج ۲ ص ۲۲۷ حدیث ۳۰۹۵)

اَللہُ اَکْبَر! اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! دلته چې څنګه حالات دي، پۀ دُنيا کښې مونږه ځان دومره زيات مصروفه کړے دے چې د نـمونځ هډو څوک فِکر نه کوي...!! چې کوم خلق نـمونځ کوي نو پۀ هغوئي کښې هم د ډيرو حالات څۀ داسې دي چې پۀ منډه منډه جومات ته راشي، پۀ صحيح طريقه اودس ونکړي، د اوداسه د اوبو څاڅکي ترې څاڅي، لستوڼي يـې څنګلو تۀ رسولي وي، زر راشي او نـمونځ شروع کړي، بيا نـمونځ کښې د لوستلو د پاره خو مونږ له بَس يو سُورت راځي، سورۀ اِخلاص... د دې نه علاوه د نورو سورتونو يادولو راسره هډو فکر نشته... بس ټول رکعتونه د دې سُورت سره زر زر وکړي، رکوع پوره شوه که نۀ، سجده پوره وشوه که نۀ، رکوع ته لا صحيح پاڅيدلے هم نه وي چې سجدې له تلل شروع شي، د وړومبۍ سجدې نه صحيح پاڅيدلے هم نه وي چې بَله سجده وکړي... داسې بس زر زر نـمونځ وکړي او لاړ شي...!! دا زمونږ د نـمونځونو حال دے او مونږ حديثِ پاک واوريدو: څوک چې د نـمونځ رکوع او سجدې نه پوره کوي، نـمونځ وائي: چې څنګه تا زۀ ضائع کړم، الله پاک دې تا هُم ضائع کړي.

د خدائے پناه! د خدائے پناه...!! اے خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور خو وکړئ چې زمونږه نـمونځ، هٰغه عظيم الشان عبادت د کوم پۀ ذريعه چې زمونږه کردار سميدل وو، کوم چې د ګناهونو د ګند نه پاکول کوي، کوم چې د بدو او بے حيايۍ نه بچ کول کوي، چې هٰغه نـمونځ هم زمونږ د ضائع کولو دعاګانې اوکړي نو ووايئ چې بيا زمونږ سره څۀ پاتې شُو...؟ زمونږ اِصلاح به څنګه کيږي؟ زمونږه حالات به څنګه ښۀ