Book Name:Namaz Mein Khushu Laney Ke 27 Madani Phool

اُن دو کا صدقہ جن کو کہا شہ نے میرے پھول

وضاحت: يعنې امام حَسَن او حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما کومو ته چې سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَیْحَانَتَیْ يعنې زما ګلونه فرمائيلي دي، الله پاک دې د هغوئي پۀ وسيله زما مات ګوډ نـمونځونه قبول کړي.

سُبْحٰنَ اللہ! اندازه ولګوئ چې کوم کَس ته افضل ترين عبادت يعنې نـمونځ د حفاظت دعاګانې کوي، د هٰغه کَس حفاظت به ولې نه کيږي، د هغۀ کارونه به غيبي ولې نه کيږي...!! لږ سوچ خو وکړئ!! يو دے هٰغه بنده کوم ته چې نـمونځ وائي: تا دې الله ضائع کړي، بل دے هٰغه بنده کوم ته چې نـمونځ وائي: الله پاک دې ستا حفاظت وکړي. پۀ انصاف سره ووايئ پۀ دې دواړو کښې به د چا پۀ کاروبار کښې برکت کيږي...؟ پۀ دې دواړو کښې به سکون د چا نصيب کيږي؟ پۀ دې دواړو کښې به د چا پۀ کور کښې امن وي؟ يقيناً د هٰغه چا، چا ته چې نـمونځ د حفاظت دعاګانې کوي. بس هم دا نتيجه ده، مونږ چې د کومو کارونو پۀ وجه پۀ نـمونځ کښې تادي کوو، که مونږ نـمونځ پۀ اطمينان سره ادا کول شروع کړو نو زمونږ هٰغه ټول کارونه پۀ صحيح طريقه کيدے شي. خو پۀ مونږ باندې د هٰغه کارونو پۀ وجه تادي وي نو ځکه پۀ نـمونځ کښې هُم تادي کوو، نتـيجةً

نہ خُدا ہی مِلا نہ وِصَالِ صنم

نہ اِدھر کے رہے، نہ اُدھرے کے رہے

يعنې پۀ نـمونځ کښې مو د دُنيا د کارونو د پاره تادي کوله، نتيجه دا شوه چې د نـمونځ نورانيت مو ضائع کړو، نو د دُنيا کارونه مو هم پوره نه شول، ځکه چې نـمونځ ووئيل: لکه څنګه چې تا زۀ ضائع کړم، الله دې هُم داسې تا ضائع کړي.

الله پاک دې مونږ ته عقل راکړي. نـمونځ ادا کوئ! ضرور يـې ادا کوئ! وخت اوباسئ او ادا کوئ يـې! د پوره اهتمام سره يـې ادا کوئ! د رَبّ محبت پۀ زړۀ