Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

عذاب نه د بچ کيدو د پاره د غيبت نه هم ځان بچ ساتو، د چغلۍ نه هم ځان بچ ساتو او ورسره ورسره د قبر د عذاب يو بَل سبب هم بيان شو: [يعنې] د مِتيازو د دارو نه نۀ بچ کيدل.۔۔!! د دې بد کار نه بچ کيدل هم لازمي او ضروري دي. * يقيناً دا د ظاهري پاک والي او د انسانيت تقاضا هم ده * او د شريعت حکم هم دے * چې کوم کَس صفا سوتره اوسي هغه د الله پاک پۀ نزد د تعريف قابل دے * که مالداري وي او که غريبي پۀ هر حال کښې صفائي سوترائي د انسان عزت دے * د هر يو مسلمان دا اِسلامي نخښه ده چې هغه هر وخت د خپل بدن، د خپل کور او سامان، د خپلې دروازې او دالان وغيره د هر يو څيز د پاکۍ او صفايۍ سوترايۍ خيال وساتي * ګندګي د انسان د عزت او د عظمت بد ترين دښمن دے ځکه هر يو نارينه او زنانه له هميشه د صفايۍ سوترايۍ عادت اختيارول پکار دي * د صفايۍ سوترايۍ سره صحت ښه کيږي * او پۀ سوؤنو بلکې پۀ زرګاو بيمارۍ لرې کيږي.

* حُضُورِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله، پاک دے، پاکي خوښوي، سوتره دے او سوتره والے خوښوي. ([1]) * پۀ يو حديث شريف کښې ارشاد دے: اَلطَّہُوْرُ شَطْرُ الْاِیْمَان يعنې پاکي نيم ايمان دے.([2]) *پۀ يو حديثِ پاک کښې دي چې اَلنَّظَافَۃُ تَدْعُو اِلَی الْاِیْمَانِ پاکي د ايمان پۀ لور رابلل


 

 



[1]...(جامع الترمذی، کتاب الادب ، باب ماجاء فی النظافۃ، ۴/۳۶۵، الحدیث ۲۸۰۸)۔

[2]... مسلم،کتاب الطہارۃ ،باب فضل الوضوء ، صفحہ:106، حدیث:223۔