Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

برابر دے، لہٰذا ښه تعليم يافته هم په خبرو کښې بے احتياطي کوي * غيبت کوي * چغلي کوي *دروغ وائي خو اندازه قدرې هُم ورته نه وي چې ”ما چې اوس څه اووئيل، دا څومره خطرناک جُرم دے“ بس ژبه خوزي او په ګناه پسې ګناه کيږي. * هُم دغه شان د مِتيازو د دارو نه د ځان نه ساتلو معامله ده. * غير مُهَذَّبه خلق په کوڅو کښې ديوالونو ته متيازې کوي، د دې بے شرمئ کار کښې چې يو خوا نورې ډيرې زياتې بدئ دي نو بل خوا د ميتيازو د دارو نه ځان نه ساتل هم ډير ګران دي عموماً داسې کوونکي د متيازو د دارو نه د بچ کيدو خپل خيال هم نه ساتي * بعضې ځل W.C (يعنې په واش رُوم کښې د کښيناستو سيټ) کم ژور لګولے شي، په دې حالت کښې هم خاص طور ښپې د ناپاکه دارو نه ساتل ګران وي، څوک چې د پاکئ او ناپاکئ په احکامو نه پوهيږي يا چې څوک د نـمونځ عادت لرونکي نه دي، د هغوئي عموماً دې اړخ ته پام هم نه وي، د واش روم نه پس خو لاس وينځي خو ښپې يـې ناپاکه پاتې شي * بلکې اوس خو په ولاړه د متيازو کولو رجحان ورځ په ورځ زياتيږي، خاص طور په ائير پورټ او نورو ځايونو کښې په ولاړه د متيازو کولو خاص انتظام وي [دا هُم غير مهذّبه طريقه ده]، په دې حالت کښې هم بدن او جامې د متيازو د ناپاکه دارو نه بچ کول ګران کار دے. ياد ساتئ! ځان د متيازو د دارو نه نۀ بچ کول سخته ګناه ده. د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د متيازو نه بچ اوسئ! عام طور د قبر عذاب په هُم دې وجه کيږي. ([1])


 

 



[1]... سنن الدار قطنی، کتاب الطہارۃ، جلد:1، صفحہ:98، حدیث:458۔