Azab e Qabar Ke Chand Asbab

Book Name:Azab e Qabar Ke Chand Asbab

د دې ګناهونو په وجه هغه مړي په عذاب کښې وو او خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي په باره کښې اوفرمائيل: مَا یُعَذِّبَانِ فِیْ کَبِیْرٍ يعنې هغوئي ته عذاب د څه داسې ګناه په وجه نه ورکولے کيږي د کومې نه چې بچ کيدل ډير ګران دي. ([1])

معلومه شوه چې د چغلئ او د متيازو د دارو نه ځان نه بچ کول داسې ګناهونه نه دي د کومو نه چې بچ کيدل ډير ګران وي خو افسوس! نن سبا حالات ډير خراب دي، په اوسني وخت کښي نيکي ډيره ګرانه او ګناه ډيره آسانه شوې ده. داسې ګناهونه د کومو نه چې بچ کيدل ګران نه دي، زمونږه معاشره د هغه ګناهونو په ولقه کښې هُم راغلې ده. *چغلئ ته اوګورئ! د فساد د پاره د يو کَس خبره بَل ته رَسَوَلو ته چغلي وئيلے شي.([2]) *چغلي ناجائزه او حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے. ([3]) خو افسوس! زمونږه حالت داسې دے چې *بس دوه کَسان چرته کښيني نو غيبت، چغلي [شروع شي] *په کورونو کښې غيبتونه، چغليانې * په بازار کښې دکانداران په خپل مينځ کښې د يو بَل چغلي کوي * په دفترونو کښې غيبتونه، چغليانې * د دوستانو سره په ناسته کښې غيبت، چغلي * غرض چې دا ګناهونه دومره زيات دي چې بس د الله پناه...!! نن سبا د دې نه بچ کيدل هم ډير ګران دي. په سوچ سره د خبرې کولو خو عادت بالکل د نشت


 

 



[1]... بخاری، کتاب الجنائز، باب الجرید علی القبر، صفحہ:381، حدیث:1361۔

[2]... الحدیقۃ الندیہ، القسم الثانی، المبحث الاول، النوع السابع فی النمیمۃ، جلد:4، صفحہ:63۔

[3]... الحدیقۃ الندیہ، القسم الثانی، المبحث الاول، النوع السابع فی النمیمۃ، جلد:4، صفحہ:64 بتصرف۔