حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)

Book Name:حَسْبُنَا اللہ (یعنی ہمیں اللہ کافِی ہے)

دغه ځائے ته ورسيدو، کشتۍ يـې ولټولې خو يوه کشتۍ هم ميلاؤ نه شوه۔ بيا پريشاني وه چې ښار هم فتح کول دي، پۀ درياب هم پورې وَتل دي، کشتۍ هم نشته، اوس به څۀ کوؤ۔

پۀ دې وخت کښې د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ذهن کښې يوه منصوبه راغله، هغوئي ټول لښکر راجمع کړو او اوئې فرمائيل: اے خلقو! ووايئ۔۔۔!! نَسْتَعِیْنُ بِاللہِ وَ نَتَوَکُّل عَلَیْہِ، حَسْبُنَا اللہُ وَ نِعْمَ الْوَکِیْل مونږ د الله پاک نه مدد غواړو، پۀ هغۀ باندې يقين کوو، مونږ له الله کافي دے او هغۀ څومره ښه کار جوړوونکے دے۔ دا ووايئ او اَسونه درياب ته کوز کړئ۔۔۔!!

ټول لښکر د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اطاعت وکړو او حَسْبُنَا اللہُ يـې ووئيله او اَسونه يـې درياب ته کوز کړل۔ راوي وائي چې پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! پۀ هٰغه ورځ باندې يو کَس هم پۀ درياب کښې ډوب نشو، ټولو د درياب سينه وشلوله او بَلې غاړې ته ورسيدل۔ چې کله غير مسلمو دا منظر وليدو نو غږ يـې وکړو چې ديوان راغلي دي، ديوان راغلي دي۔ پۀ خدائے باندې مو دې قَسم وي چې د دې خلقو سره څوک انسان جنګ نشي کولے، د دوئي سره خو هم پيريان جنګ کولے شي۔ ([1])

پۀ روايتونو کښې دي: اِسلامي لښکر چې کله پۀ درياب باندې پورې وتلو، هٰغه وخت حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره يو ځائے روان وو، پۀ دې ټوله لاره باندې د حضرت سَعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خُله مبارکه باندې هم دا يوه کلمه وه: حَسْبُنَا اللہُ وَ نِعْمَ الْوَکِیْل مونږ له الله کافي دے او هغۀ څومره ښه کار ساز دے۔ دا يـې


 

 



[1]... تاریخ طبری، جلد:2، صفحہ:460 بتصرف۔