Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د جامِع مسجد طرف ته روان ووم، د معمول خلاف پۀ لاره کښي چا هم غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته سلام اونه کړو، زۀ ډير حيران شوم او پۀ زړۀ کښې مې سوچ وکړو چې مخکښې خو به جومات ته د تللو پۀ وخت ډير خلق هغوئي ته د سلام کولو د پاره ولاړ وو خو څۀ وجه ده چې نن هيڅوک هم سلام نه کوي؟

فرمائي: زما سوچ کول وو چې پۀ دې کښې خلق حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د سلام کولو د پاره راواله شول، پۀ لږ وخت کښې دومره رش جوړ شو چې زۀ د غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه لرې شوم، دا حالت چې مې وليدلو نو ما پۀ زړۀ کښې سوچ وکړو چې افسوس...!! د دې نه خو دا بهتر وه چې هغوئي د خلقو طرف ته توجه نه کوله کم از کم ما ته خو به د غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قرب حاصل وو، دومره سوچ کول وو چې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما طرف ته وکتل او مُسکے شو او اوئې فرمائيل: اَوَمَا عَلِمْتَ اَنَّ قُلُوْبَ النَّاسِ بِیَدِیْ اِنْ شِئْتُ صَرَّفْتُہَا عَنِّیْ وَاِنْ شِئْتُ اَقْبَلْتُ بِہَا اِلَیَّ يعنې آيا تا ته معلومه نه ده چې د خلقو زړونه زما پۀ قبضه کښې دي، که وغواړم نو د خپل طرف نه به يـې واړووم او که وغواړم نو د ځان طرف ته به يـې متوجه کړم.

اَللہُ اَکْبَر! څومره ښکلے شان دے زما د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ....!! د غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشق، اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاهِ غوثيت کښې عرض کوي:

غرض آقا سے کروں عرض کہ تیری ہے پناہ              بندہ مَجْبُور ہے خاطِر پہ ہے قبضہ تیرا

کنجیاں دِل کی خُدا نے تجھے دِیں ایسی کر                                                   کہ یہ سینہ ہو محبّت کا خزینہ تیرا

آيا چا ته پۀ زړونو باندې قبضه ميلاويدے شي...؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شعر چې دا کومه مصرع ده:

بندہ مجبور ہے، خاطِر پہ ہے قبضہ تیرا