Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

* بے شکه د نيکۍ دعوت ورکول، پۀ دې لاره کښې سخته تيرول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي، * د دِين کار پۀ سختو تيرولو، پۀ قربانو ورکولو کيږي * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم * نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره د خپلو کورونو نه وَتَل * لرې پرتو علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او سخته به يـې تيروله او د دين پيغام به يـې عام کولو * د مخکښينو خلقو پۀ قربانو مونږ ته دِين رارسيدلے دے.

* د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي هم پۀ دې لاره باندې روان دے * پۀ ټوله دنيا کښې د دِين د پيغام عام کولو د پاره پۀ لکونو عاشقانِ رسول د مَدَني قافلو پۀ شکل کښې ملک ملک، ښار ښار، کلي کلي ته ځي او د نيکۍ دعوت عام کوي * د مَدَني قافلو پۀ برکت باندې ډيرو کافرانو کلمه وئيلې ده او مسلمانان شوي دي * د لکونو پۀ ژوند کښې د نيکو سپرلے راغلے دے * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او د 12 مياشتو قافلې سفر کوي.

* تاسو هم پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي     * پۀ مَدَني قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے شي * سُنَّت ښودلے شي * د تهجدو کولو سعادت ميلاويږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاويږي * د قافلې پۀ برکت سره د عاګانو پوره کيدو * د سختو لرې کيدو * د بيمارانو د شفا نصيب کيدو هم پۀ سوونو واقعات دي * داسې هم شوي دي چې پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ قافله کښې برخه اخستونکو له يـې ديدن ورکړے دے.

چې مونږ پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړو نو څۀ پته لګي چې پۀ مونږ باندې هم