Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat
يـې واپس هم کړو. د دې نه معلومه شوه چې الله پاک حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته پۀ زړونو باندې قبضه عطا کړې ده، هغوئي چې کله هم وغواړي، د چا پۀ زړۀ باندې هم وغواړي قبضه کولے شي.
شيخ شَهَابُ الدِّين سُهَروَردِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې زۀ د خپل ترۀ صاحب حضرت ابو نَجِیب عبد القاهِر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې حاضر شوم. مونږ چې تر څو پورې د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې حاضر وو، زما ترۀ صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه با ادبه، پۀ خاموشۍ سره، د غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه طرف ته متوجه وو او ناست وو، چې کله مونږه د هٰغه ځائے نه راواپس شو نو ما د ترۀ صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه وکړه: څۀ وجه ده چې تاسو د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې دومره پۀ ادب سره ناست وئ؟
زما ترۀ صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: زۀ د هٰغې هستۍ ادب ولې اونه کړم چا ته چې الله پاک زما بلکې د ټولو اوليائے کرامو پۀ زړونو باندې او د هغوئي پۀ احوال باندې قبضه عطا کړې ده.
واہ کیا مرتبہ اے غوث ہے بالا تیرا اُونچے اُونچوں کے سَروں سے قدم اعلیٰ تیرا
سَر بھلا کیا کوئی جانے کہ ہے کیسا تیرا اولیا مَلتے ہیں آنکھیں وہ ہے تلوا تیرا
کیا دَبے جس پہ حِمایت کا ہو پنجہ تیرا شیر کو خطرے میں لاتا نہیں کُتّا تیرا
مصطفیٰ کے تن ِبے سایہ کا سایہ دیکھا جس نے دیکھامری جاں جلوۂ زیبا تیرا([1])
حضرت عمر بَزَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زۀ د حُضُورِ غوثِ پاک شيخ عبد