Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

دروازو باندې. ([1]) نور فرمائي: پۀ دې آيت کښې د تقویٰ نه پس د وسيلې د لټولو حکم شوے دے او وئيلے شوي دي چې يو متقي د تقویٰ يوې درجې ته د رسيدلو سره د وسيلې نه نشي بے نيازه کيدلے، ځکه دې يو متقي مسلمان دا نۀ ګڼي چې زۀ خو متقي شوے يم اوس ما ته الله پاک ته د رسيدو د پاره د څۀ وسيلې ضرورت نشته، لکه څنګه چې مومن د اعمالو او تقویٰ حاجت مند دے هم داسې هر متقي د وسيلې محتاج دے. ([2])

د بيعت برکتونه

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د يو کامِل پير نه د مُريد جوړيدو ډير برکتونه او فائدې دي، مثلاً د دې پۀ برکت سره د ايمان حفاظت نصيب کيږي * د نـمونځ روژې پابندي نصيب کيږي * د حلالو او د حرامو پيژندګلو نصيب کيږي * د مسلمان احترام او ايماني جذبه نصيب کيږي * د شيطان نه حفاظت کيږي * پۀ زړۀ کښي د عبادت شوق او د قرآنِ کريم د تلاوت ذوق نصيب کيږي * د بد صحبت نه د بچ کيدو ذهن جوړيږي *د ګناهونو نه توبه نصيب کيږي * د دِين او د دُنيا پريشانۍ لرې کيږي * د انسان کردار ښه کيږي.

 اوس واورئ! د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت، باني دعوتِ اِسلامي، حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه د بيعت کولو سره خلقو ته کومې کومې فائدې حاصلې شوې دي، کوم کوم برکتونه نصيب شوي دي *د اميرِ اهلِسُنَّت د مُريد جوړيدو سره پۀ لکونو بے نـمانځه نـمونځ ګزاره جوړ شوي دي بلکې جَمعه ورکوونکي يعنې امامان جوړ شوي دي *حافظان جوړ شول *پۀ زرګونو عالمان جوړ شوي دي * مفتيان جوړ شوي دي * حافظان جوړ شوي دي *پۀ


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:6،سورۂ مائدہ، تحت الآیۃ:35، جلد:6، صفحہ:402 ملخصًا۔

[2]... تفسیر نعیمی، پارہ:6، سورۂ مائدہ، تحت الآیۃ:35، جلد:6، صفحہ:394 ملتقطًا۔