Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

اوس وګورئ! څومره چې دُنيائي علوم دي، هٰغه مونږ ته صرف د ظاهر حال بيانوي، مثلاً * پۀ رياضۍ کښې مونږ ته حساب کتاب (Calculation)  ښودلے کييږي * پۀ فزکس کښې د مادې (Matter) پۀ باره کښې معلومات ورکړے کيږي، مثلاً يو بدن حرکت څنګه کوي، ودريږي څنګه؟ د دې خاصيتونه څۀ دي؟ وغيره *داسې بائيولوجي (Biology) ده، پۀ دې کښي د ساه لرونکو پۀ باره کښي معلومات وي * ارضيات (Geology)، فلکيات (Astronomy)، بينکنګ (Banking)، انجنيئرنګ (Engineering) وغيره وغيره چې څومره علوم دي، پۀ دې ټولو کښې هُم د ظاهري دُنيا معلومات دي.

      د اخرت معلومات: مثلاً * د الله پاک پيژندګلو * د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان * د جنَّت او د دوزخ * د قيامت معلومات * پۀ اخرت کښې کوم يو څيز نقصان رسوونکے دے * کوم يو څيز به فائده رسوي * پۀ اخرت کښې د نجات دار او مدار پۀ کومه خبره باندې دے؟ * ايمان څۀ دے؟ * نيکي څۀ ته وئيلے شي؟ *باطني بيماريانې څۀ دي؟ * د دې علاج څۀ دے؟ وغيره وغيره دا ټول معلومات مونږ ته د کوم ځائے نه ميلاويږي؟ د قرآنِ کريم نه، د حديثونو نه، د علمائے دِين پۀ ليکلے شوو کتابونو کښې ميلاؤيږي او دې ته عِلمِ دِين وئيلے شي.

ځکه د ضرورت مطابق دُنيائي علوم حاصلول اګر چې جائز دي خو د اخرت پۀ لحاظ سره فضيلت صرف هُم د عِلمِ دِين دے.  

د عِلمِ دِين ځانګړي فضائل

د حضرت مُعاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: عِلم حاصل کړئ! ځکه چې * د الله پاک د رضا د پاره عِلم زده