Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

* هوش او حواس باندې قبضه عطا کوي * نۀ د هغۀ پۀ قدرت کښې کمے دے *نۀ پۀ عطاګانو کښې تنګي ده.

پۀ زړونو باندې د فرښتو قبضه

د دې نه پس اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې يو څو مثالونه ذِکر کړل، ليکي: *آيا فرښتې پۀ زړونو کښې نيکې ارادې نه اچوي؟ د بدو ارادو نه زړونه نۀ اړوي...؟ بالکل د الله پاک پۀ عطا سره فرښتې پۀ زړونو کښې نيکې ارادې هم اچوي، د بدو خبرو نه زړونه هم اړوي. پۀ حديثِ پاک کښې دي: يو ځل سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يوه لاره باندې تشريف وړلو، هلته کښې موجودو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته يـې وفرمائيل: آيا تاسو څوک پۀ دې ځائے پۀ تيريدلو ليدلے دے؟ عرض يـې وکړو: آؤ جي! يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دِحيَه کَلبِي اوس پۀ دې ځائے تير شو. اوئې فرمائيل: دا دِحيَه کَلبِي نۀ وو بلکې جبريل امين عَلَیْهِ السَّلَام وو، څوک چې د غير مسلمو پۀ زړونو باندې د رُعب غورځولو د پاره راغلے وو.

معلومه شوه چې الله پاک خپلو فرښتو ته دا طاقت عطا کوي چې هغوئي د بندګانو پۀ زړونو باندې قبضه کوي، د هغوئي پۀ زړونو باندې رُعب هم اچوي، د خوشحالۍ کيفيات پکښې هم اچوي. چې الله پاک فرښتو ته دا طاقت عطا کولے شي نو خپلو نيکانو بندګانو ته دا طاقت ولې نشي عطا کولے...؟ ضرور يـې عطا کولے شي او عطا کوي يـې هم.

د شيطانانو او انسانانو پۀ زړونو کښې وسوسې

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: * د فرښتو شان خو ډير اوچت دے، قرآن ولوله! معلوميږي چې شيطانانو ته هم پۀ زړونو باندې قبضه ورکړے شوې ده. د قرآنِ