Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

پۀ زړۀ کښې به دُنيا اوسيږي يا د الله پاک محبت

حضرت رابعه بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها 7 روژې ونيولې او د شپې يـې بالکل ارام ونکړو، پۀ اتمه ورځ ورته سخته لوږه محسوس شوه او نفس د خوراک فرياد وکړو، هٰغه وخت يو کَس پۀ لوښي کښې خوراک راوړو او حاضر شو، حضرت رابعه بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها لوښے راواخستو او د ډيوې مړې کولو د پاره پاڅيدله، پۀ دې کښې د چرته نه پيشو راغله، هغې لوښے واړولو، حضرت رابعه بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها چې اوبه څښلې نو ډيوه مړه شوه او د اوبو لوښے پريوتو او مات شو، حضرت رابعه بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها يو سوړ اسويلے وکړو او پۀ بارګاهِ اِلٰہی کښي يـې عرض وکړو: مولیٰ! زما سره دا څۀ معامله کيږي؟ غيبي اواز راغلو: که د دنيائي نعمتونو طلبګاره يـې نو مونږ به يـې در عطا کوو خو خپل درد به ستا د زړۀ نه اوباسو ځکه چې دوه بيل بيل څيزونه پۀ يو زړۀ کښې نشي جمع کيدے، د دې نه پس حضرت رابعه بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها خپل زړۀ د دُنيا د محبت نه داسې خالي کړو لکه څنګه چې مړ کيدونکے پۀ اخري وخت کښې زړۀ د دُنيا د خيالونو نه خالي کوي. هر سحر به حضرت رابعه بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها دا دُعا کوله: اِلٰہی! ما خپل طرف ته داسې متوجه کړه چې دُنيا والا ما ستا نه علاوه پۀ بَل کار کښې مشغوله وه نه ويني. ([1])

د دُنيا او د آخرت پۀ خپل مينځ کښې رشته

معلومه شوه چې د چا پۀ زړۀ کښې د دُنيا محبت وي، پۀ هغې کښې مَحبَّتِ اِلٰہی راتلل مشکل دے. حضرت عيسیٰ رُوحُ الله عَلَیْهِ السَّلَام فرمائي: [لکه څنګه چې] اوبه او وور پۀ يو لوښي کښې نشي جمع کيدے، هم داسې د دُنيا او د آخرت محبت پۀ يو زړۀ کښي


 

 



[1]... تذكرة الاولياء، باب هشتم، ذكررابعة رحمة الله عليها، ١/٧٣.