Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ۠(۶) (پارہ:30، سورۂ ناس: 6)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د پيريانو او انسانانو نه.

يعنې پۀ زړونو کښې وسوسې صرف شيطان نه اچوي بلکې خراب انسانان يـې هم اچوي * بعضې وخت زمونږ پۀ زړۀ کښې د خپل ورور ډير محبت وي، يو کَس راشي، زمونږ پۀ مخکښې غيبتونه او چغليانې شروع کړي، دغه محبت پۀ نفرت کښي بدل کړي * چرته که پۀ کور کښي جګړه وغيره وشي، الله پاک مونږ له توفيق راکړي چې مونږ د روغې طرف ته لاړ شو نو د محبتونو غلۀ راشي، پۀ زړونو کښې وسوسې واچوي او مونږ د نيکۍ نه منع کړي * انسان د کور نه د نـمونځ د پاره راووځي، پۀ لاره کښې خراب دوست ميلاؤ شي، هغۀ يـې  د جومات نه د بازار طرف ته بوځي.

 معلومه شوه چې دا بد انسانان چي کوم دي، دوئي هم پۀ زړونو باندې قبضه کوي، زړونه د نيکۍ نه لرې کوي او پۀ ګناهونو کښې يـې اخته کوي. چې خرابو انسانانو ته دا طاقت ورکړے شوے دے نو که د الله پاک د وليانو پۀ باره کښې وه وئيلے شي چې هغوئي پۀ زړونو باندې قبضه لري، د خپل کرم پۀ نظر باندې زړونه د ګناهونو نه لرې کوي او پۀ نيکۍ کښي يـې مصروفه کوي نو پۀ دې کښي څۀ باک دے...؟

نُوراني خلق، نُوراني اثرات

پۀ حديثِ پاک کښې دي: د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې پوښتنه وشوه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! وَلي څوک وي ؟ اوئې فرمائيل: چا ته چې وګورې او رَبّ راياد شي، هغۀ وَلِي وي. پۀ يو روايت کښې دي: عرض وکړے شو: د ټولو نه ښه هم نشين (يعنې ملګرے د چا سره چې کښيناستے شي) څوک دے؟ اوئې فرمائيل: هٰغه خلق چا ته چې د کتلو سره رَبّ راياد شي، د چا خبرې چې واورې او د