Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

يو ځل يو عاشقِ رسول د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې خط وليکلو او اوئې وئيل: ستاسو دا مصرع چې کومه ده، پۀ دې کښې تاسو ليکلي دي چې حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ زړونو باندې قبضه لري، دا مصرع ما ته غلطه ښکاري، پۀ حديثِ پاک کښې خو دا دي چې زړونه د الله پاک پۀ قبضه کښې دي، هغۀ چې کوم طرف ته وغواړي، زړونه واړوي، پۀ حديثونو کښې الله پاک ته مُقَلِّبَ القُلُوب (د زړونو اړوونکے) فرمائيلے شوے دے. بيا د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره څنګه وئيلے کيدے شي چې هغوئي پۀ زړونو باندې قبضه لري؟

بيا اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې جواب وليکلو...!! سُبْحٰنَ اللہ! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څۀ ښکلے شان دے...؟ چې کله علمي بحث فرمائي نو د قرآن او حديث پۀ رڼا کښې داسې داسې دليلونه ورکوي چې رُوح خوشحاله شي او ايمان تازه شي.

علم کا چشمہ ہوا ہے موجزن تحریر میں                                                            جب قلم تم نے اُٹھایا اے امام احمد رضا!

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څۀ جواب ورکړو؟ فرمائي: اَلحَق (يعنې بالکل حق دي، رښتيا دي چې) هم الله پاک مُقَلِّبَ القُلُوب (يعنې د زړونو اړوونکے) دے، د ټولو پۀ زړونو، يواځې پۀ زړونو باندې نۀ بلکې د عالَم پۀ ذره ذره باندې حقيقي قبضه هم د الله پاک ده خو (ياد ساتئ!) نۀ د هغۀ قدرت محدود دے، نۀ د هغۀ د عطا دروازه بنده ده...!! (يعنې الله پاک پۀ دې خبره باندي هم قدرت لري چې خپلو نيکانو بندګانو، خپلو وليانو ته هم پۀ زړونو باندې قبضه عطا کړي). الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

œØ­šm®“t©"š’

(پارہ:28، سورۂ حشر:6)                                                                             ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خو الله چې خپلو رسولانو ته پۀ چا باندې غواړي غلبه ورکوي.

معلومه شوه چې الله پاک وغواړي نو خپلو محبوبانو ته پۀ * سترګو * غوږونو باندې قبضه عطا کوي * پۀ لاسونو ښپو باندې قبضه عطا کوي * پۀ زړۀ او دماغو