Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  پۀ مقابله کښې نو د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام  د ادب کولو پۀ وجه الله پاک هغوئي ته د ايمان دولت ورعطا. هغه داسې چې هغوئي د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  د ادب کولو پۀ وجه د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام نه اجازت وغوښتو او عرض يـې وکړو:

یٰمُوْسٰۤى اِمَّاۤ اَنْ تُلْقِیَ وَ اِمَّاۤ اَنْ نَّكُوْنَ نَحْنُ الْمُلْقِیْنَ(۱۱۵) (پارہ:9، سورۂاعراف:115)

تَرْجمۂ کَنْزُالعِرْفان: (جادوګرو) اُووئيل: اے موسیٰ! يا خو تاسو (خپله همسا) واچوئ يا مونږه (څه) اچوو.

پۀ  تفسیرِ قُرْطَبِی  کښې ليکلي دي: جادوګرانو د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ادب وکړو او د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام د اجازت نه بغير يـې خپل جادو پيش نۀ کړو، الله پاک د هُم دې ادب پۀ وجه هغوئي ته د ايمان او هدايت دولت عطا کړو.([1])لہٰذا د اللہ والؤ پۀ دربار کښې د حاضرئ پۀ وخت مونږ ډير زيات ادب کول پکار دي.

 د الله پاک د نيکانو بندګانو پۀ مخکښې د خپلو دريو څلورو کتابونو پۀ عِلم باندې غرور نه دي کول پکار، ګنې نو د دې سخت نقصان هم کيدے شي. الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

محفوظ سدا رکھنا شہا بے ادَبوں سے                                                                                                 اور مجھ سے بھی سرزد نہ کبھی بے ادَبی ہو

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ زړونو باندې حکومت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه واوريدل چې 100 عالمان د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امتحان اخستو د پاره راغلل، هغوئي پۀ لږ وخت کښې د هغوئي زړونه قبضه کړل، د ټولو د زړونو نه يـې عِلم راښکلو، بيا يـې رحم او کرم وفرمائيلو او د ټولو عِلم


 

 



[1]...قرطبی، پارہ:9، سورۂ اعراف ، زیرِ آیت:115،جز:7، جلد:4،صفحہ:158  ۔