Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

         (1): د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلے شوے د نعتونو ديوان وسائلِ بخشش د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د محبت واضحه دليل دے پۀ کوم کښې چې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شان مبارک کښې ډير کلامونه او غوثيه نعرې هم ليکلې دي. (2): اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خاندان، آل او اولاد، د غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار مبارک، ګنبد او منارې، د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ښار غرض دا چې د غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د تعلق او نسبت لرونکي هر يو څيز سره ډير زيات محبت کوي. هُم داسې د غوثِ پاک  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه آل اولاد هُم د اميرِ اهل سُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه سره ډيره مينه کوي، د مُلکِ شام نه تشريف راوړونکي يو عالِمِ دين چې د حضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د اولاد نه دے، چې کله هغوئي نه دا تپوس وشو چې تاسو د اميرِ اهل سُنَّت سره دومره محبت کوئ د دې څۀ وجه ده نو هغوئي وفرمائيل: مولانا الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه بيشميره خلق د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سلسله کښې داخل کړل او دا سلسله يـې ډيره عامه کړه ځکه مونږه دوئي سره دومره محبت کوو. (3): اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د اميرِ اهلِسُنَّت د تربيت پۀ برکت باندې د لوئي يولسمي شريف پۀ لويه شپه باندې پۀ ملک او بهر ملکونو کښې اجتماعِ غوثيه کولے شي، پۀ کومو کښې چې کله * د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شان * نو کله د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سيرت * کله د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خاندان * نو کله د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کردار وغيره پۀ موضوعاتو باندې د سُنَّتو نه ډک بيانونه او د مناقبِ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سلسله کيږي. اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يولسمي شريف پۀ شپه کښې عاشقانِ رسول ته د بغدادي نسخې د استعمالولو ترغيب ورکوي. دا بغداي نُسخه څۀ ده؟ راځئ چې پۀ دې باره کښې هم واورو: