Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

داسې نادانه هيڅکله هيڅکله هم وَلِي نه دے بلکې د دِين دښمن، پۀ مفتو کښې د مشهوريدو طلبګار، د الله پاک بندګان د الله پاک نه لرې کوونکے دے، پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې د داسې تش پۀ نوم بزرګانو نه ځان بچ ساتو او د خپل ايمان د حفاظت فِکر وکړو. الله پاک دې مونږ ته د صحيح او د غلط رښتونې پيژندګلو رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

زړۀ يـې د غير الله نه خالي کړو

حضرت شيخ ابو صالِح مغربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې زۀ د خپل پير او مُرشِد پۀ هدايت باندې د فقر (د غير الله نه د بے نيازۍ) تعليم حاصلولو د پاره د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې حاضر شوم.

يوه ورځ حضرت غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته وفرمائيل: اے ابو صالِحه! که چرې تۀ فقر حاصلول غواړې نو بغير د واسطې او وسيلې نه به هغه حاصل نکړے شې. ياد ساته! چې د فقر حاصلولو واسطه توحيد دے او د توحيد اصل دا دے چې د زړۀ نه د الله پاک نه علاوه د هر چا ويره او خطره ختمه کړې او زړۀ د (غير الله د ويرې، د دُنيا د محبت، د نفس د خواهشونو د پيروۍ نه) بالکل پاک او صفا کړې.

ما عرض وکړو: حُضُورِ هم تاسو ما ته دا خوبي راعطا کړئ. دا خبره چې يـې واوريدله نو حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته د کرم نظر وکړو، زما د زړۀ نه دا (يعنې پۀ غير الله باندې باور کول، د دُنيا محبت، د نفس د خواهشونو د پيروۍ کولو) کيفيت داسې لرې شو لکه څنګه چې د ورځې د راتلو سره د شپې تيارۀ ختمه شي، بس هم د دې کرم د نظر صدقه ده چې کار روان دے.

بندہ قَادِر کا بھی، قادربھی ہے عَبْدُالقَادِر                                            سِرِّ باطن بھی ہے ظاہِر بھی ہے عَبْدُالقَادِر