Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

جرأت...!! نـمونځ د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضري ده، نـمونځ لکه چې د الله پاک سره ملاقات دے، نـمونځ کوونکے د نـمونځ کولو سره لکه چې د الله پاک پۀ بارګاه کښې خپل درخواستونه وړاندې کوي، آيا څوک داسې محبت کوونکے  هم شته چې د خپل محبوب سره ميلاويدل نه خوښوي، چې د محبوب سره د ميلاويدو وخت راشي نو وه وائي: زۀ خو رسيدلے يم، زما د محبوب سره د ملاقات حاجت نشته؟ حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رښتيا فرمائيلي دي ”آؤ! هغۀ رسيدلے دے خو چرته؟ دوزخ ته.“ ([1]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

 

وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ۠(۹۹) (پارہ 14، سورۃ الحجر:99)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د خپل رَبّ عبادت کوه تر دې چې تا ته مرګ راشي.

معلومه شوه چې چرته هم رسيدلے يـې چې تر څو پورې ژوندے يـې، عقل سلامت دے، تر هٰغه وخته پورې د عبادت نه خلاصيدے نه شې. باقي پاتې شوه د داسې نادانه خلقو د الله پاک سره د محبت دعویٰ کول نو بعضې صوفيائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ” د الله پاک سره د محبت“ تعريف هم دا کړے دے: مُوَاطَاَۃُ الْقَلْبِ لِمُرَادَاتِ الرَّبِّ د الله پاک د مرضۍ پۀ مخکښي زړۀ غوړول. ([2])

دا دے د الله پاک سره محبت...!! معلومه شوه چې کوم بنده خپل ځان د الله پاک د احکامو پۀ مخکښې، د الله پاک د رضا والا کارونو پۀ مخکښې، د الله پاک د مرضۍ پۀ مخکښې نشي ښکته کولے نو هغۀ لا تر اوسه د محبتِ اِلٰہی ميم ته هم نه دے رسيدلے.


 

 



[1]... اَلْیَوَاقِیْت وَالْجَوَاہِر، جُز:1، صفحہ:206۔

[2]... رسالہ قشیریہ،  صفحہ:350۔