Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat
مشکلیں ان کی حل ہوئیں قسمتیں ان کی کھل گئیں وِرد جنہوں نے کرلیا صَلِّ عَلیٰ مُحَمَّدٍ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش به کووم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارف
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شهنشاهِ بغداد، حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره مشهوره هستي ده *هغوئي حسني حسيني سَيِّد دے * د هغوئي نوم مبارک: عبد القادِر او کُنيت: ابو محمد دے * مُحْیُ الدِّین (يعنې دين ژوندے کوونکے) او غَوْثُ الثَّقَلین (يعنې د پيريانو او د انسانانو غوث، مدد کوونکے) د هغوئي مشهور اَلقابات دي. حُضُورِ غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ 470 هجرۍ کښې پۀ جيلان کښې پيداشو * 91 کاله پۀ دې دنيا کښې تشريف فرما وو * پۀ 561 هجرۍ کښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دنيا نه پرده وفرمائيله.