Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

کرم وشي. کم از کم هره مياشت د 3 ورځو پۀ مَدَني قافله کښې د سفر نيت وکړئ! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:  

د باغ ځانګو

  د حيدر آباد پۀ يوه محله کښې د علاقائي دورې د دعوت نه د متاثره کيدو سره يو ماډرن ځلمے جومات ته راغلو. پۀ بيان کښې پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کولو ترغيب ورکړے شو نو هغۀ پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کولو د پاره نوم وليکو. د قافلې پۀ روانيدو کښې لا يو څو ورځې پاتې وې چې هٰغه ځلمے وفات شو. پۀ کور والؤ کښې يو کَس هغۀ پۀ خوب کښې پۀ داسې حالت کښې وليدو چې هغۀ پۀ يو شين باغ کښې ډير خوشحاله دے او پۀ ځانګو کښې ځانګي. خوب ليدونکي ترينه پوښتنه وکړه چې دلته څنګ راغلې؟ هٰغه ځلمي جواب ورکړو چې د دعوتِ اِسلامي د مَدَني قافلې سره راغلے يم، الله پاک ډير کَرم فرمائيلے دے، زما مور ته ووايه چې زما غم نه کوي، زۀ دلته ډير پۀ سکون کښې يم.

لوٹنے رحمتیں   قافلے میں   چلو                                                                                            سیکھنے سنتیں   قافلے میں   چلو

پاؤگے بخششیں   قافلے میں   چلو                                                                                      جنّتیں   بھی ملیں، قافلے میں   چلو

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د صِرَاطُ الـجنان ايپلي کيشن تعارف

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي مونږ ته د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين ښودلو او د نيکۍ د دعوت عام کولو موقعې راکوي. د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې Sirat ul Jinan Quran & Tafsir (صِرَاطُ الـجنان قرآن