Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

يو ځل يـې لاس مبارک کيښودلو، پۀ زړۀ کښې داسې نُور روښانه شو چې د ټول عمر د پاره د هدايت ذريعه جوړه شوه.

د شيخ شِهَابُ الدِّين سُهروَردِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واقعه

د سلسلۀ سهرورديه عظيم پيشوا شيخ شِهَابُ الدِّين سُهروَردِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ ځوانۍ کښې زما د عِلمِ کلام لوستلو سره ډير شوق وو، ما د دې عِلم ډير کتابونه هم حفظ کړي وو، زما ترۀ صاحب به زۀ د دې عِلم د لوستلو نه منع کولم خو زما دا عِلم ډير خوښ وو، ځکه به زۀ د دې عِلم د کتابونو لوستلو نه نۀ منع کيدم.

د عِلمِ کلام وضاحت: عِلم کلام د عقيدو پۀ باره کښې عِلم دے، پۀ دې کښې د اِسلام او نورو مذهبونو د عقيدو پۀ باره کښې بحث کيږي، عِلمِ کلام ښه عِلم دے بلکې تر يو حده پورې عِلمِ کلام زده کول خو پۀ فرض علومو کښې شامل دے، البته پۀ دې عِلم کښې د حد نه پۀ زيات مشغوليدو کښې خطره ده، کله انسان پۀ دې عِلم کښې د زيات مشغوليدو له وجهې د بد مذهبۍ بلکې بعضې وخت پۀ کُفر کښې هم اخته کيږي.

خير! شيخ شِهَابُ الدِّين سُهروَردِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زما ترۀ صاحب زۀ د ځان سره کړم او د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شو. زما ترۀ صاحب زما طرف ته اشاره وکړه او عرض يـې وکړو: حُضُورِ! دا زما وراره عمر دے، دا د عِلمِ کلام کتابونه لولي، ما دا منع هم کړو خو دا نه منع کيږي. د ترۀ صاحب خبره چې يـې واوريدله نو سرکار غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما طرف ته متوجه شو او اوئې فرمائيل: تاسو د عِلمِ کلام کوم کوم کتابونه حفظ کړي دي؟ ما د کتابونو نومونه واخستل.

بيا سرکار غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما پۀ سينه باندې لاس راښکلو نو زما نه د عِلمِ کلام ټولې خبرې هيرې شوې لکه چې ما هډو يادې کړې نه وې. پۀ الله پاک