Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

د ځان د پاره لازمي کړئ ځکه چې پۀ دې کښې د خُلې صفائي او د الله پاک د رضا سبب دے. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! *  حُضُورِ نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپۀ بيابيا مسواک کولو، د اوده کيدو پۀ وخت هم او د رابيداريدلو پۀ وخت هم * بغير د ښه نيت نه د مسواک کولو سره خو به طِبي فائدې حاصلې شي خو ثواب به نه ميلاويږي، مثلاً که د اوداسه د پاره مسواک کول وي نو دا درې نيتونه وکړئ: د الله پاک د رضا، د سُنَّت ادا کولو او د ذِکر او درود د پاره د خُلې پاکولو پۀ غرض مسواک کووم * مشائحِ کرام فرمائي: څوک چې د مسواک عادت لري پۀ ځنکدن کښې به ورته کلمه وئيل نصيب کيږي * د حضرت عبد الله ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې پۀ مسواک کښې 10 خوبيانې دي: خُله صفا کوي، وورئ مضبوطوي، نظر تيزوي، بلغم لرې کوي، د خُلې بدبوئي ختموي، د سُنَّت موافق دے، د مسواک کولو سره فرښتې خوشحاليږي، د مسواک کولو سره رَبّ رضا کيږي، مسواک نيکۍ زياتوي او معده صحيح کوي * مسواک پۀ ښي لاس کښې داسې نيسئ چې قچۍ ګوته د دې نه لاندې او د مينځ درې ګوتې بره او غټه ګوته يـې پۀ سر وي * مسواک چې کله د استعمال قابل پاتې نۀ شي نو غورځوئ يـې مه ځکه چې دا د سُنَّت ادا کولو آله ده، پۀ احتياط سره يـې پۀ يو ځائے کښې کيږدئ يا يـې ښخ کړئ يا يـې د کاڼي وغيره وزن سره وتړئ او پۀ سمندر (يا سيند وغيره) کښې يـې ډوب کړئ. ([2]) 

ياد ساتئ! د روژې پۀ حالت کښې هم مسواک کول سُنّت دي، البته که د


 

 



[1]... مسند امام احمد، جلد:2، صفحہ:438، حدیث:5869۔

[2]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:47-50۔