Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

کول د الله پاک نه ويره ده * د عِلم تلاش کول عبادت دے * د عِلم تکرار کول (يعنې سبق د يادولو د پاره بيا بيا لوستل) تسبيح ده * بے عِلمه ته عِلم ښودل صدقه ده * عِلم د دې پۀ اَهل باندې خرچ کول نيکي ده * عِلم د حلالو او حرامو د پيژندلو ذريعه ده * عِلم د جنَّت والؤ د لارې نخښه ده * عِلم د راحت سبب دے * عِلم د سفر ملګرے دے * عِلم د تنهايۍ ملګرے دے * عِلم دلاس پۀ تنګۍ او خوشحالۍ کښې راهنما دے * عِلم د دښمنانو پۀ مقابله کښې وسله ده * عِلم د دوستانو پۀ نزد ښکلا ده * الله پاک د عِلم پۀ ذريعه قومونو ته اوچت والے عطا کوي * الله پاک د عِلم پۀ ذريعه قومونه امامان جوړوي، بيا د هغوئي پيروي کولے شي [يعنې پۀ هغوئي پسې تللے شي]* د علماؤ رائے اخري حرف ګڼلے شي * فرښتې د علماؤ پۀ دوستۍ کښې رغبت کوي * د علماؤ د پاره وچه او لـمده، تر دې پورې چې پۀ سمندر کښې مهيان او د وچې ځناور ټول د بخښنې دعاګانې کوي * عِلم د زړۀ ژوند دے * عِلم پۀ تيارۀ کښې د سترګو نُور دے * د عِلم پۀ ذريعه بنده د اوليائے کرامو منزلونو ته رسي * عِلم د عمل امام دے * عمل د عِلم تابع دے * د خوش قِسمتو پۀ زړونو کښې عِلم اچولے شي * خو بدبخته د عِلم نه محرومه کولے شي.

الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، چې مونږه عِلم دِين زده کړو او پۀ دې باندې عمل کولو والا جوړ شو. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د قادري کيدلو برکتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته الله پاک ډير اوچت مقام عطا کړے دے، د هغوئي نسبت نصيب کيدل هم ډيره د برکت او سعادت خبره ده. حضرت شيخ ابو عبد الله محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت شيخ عبد القادِر جيلاني غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلو مُريدانو د پاره د دې خبرې ضامن دے چې