Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

مفتئ شرع بھی ہے، قاضِئ ملّت بھی ہے                                 عِلْمِ اَسْرار سے ماہِر بھی ہے عَبْدُالقَادِر

ذی تَصَرُّف بھی ہے مَاذُوْن بھی مختار بھی ہے                   کارِ عالَم کا مُدَبِّر بھی ہے عَبْدُالقَادِر([1])

وضاحت: زمونږه غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عبد القادر دے يعنې د قُدرتونو والا رَبِّ کريم بنده دے، الله پاک هغوئي ته قُدرت عطا کړے دے، هغوئي د ظاهر او د باطن رازدار دے، د شريعت مفتي هم دے، د مِلَّت قاضي هم دے، د باطني عُلُومو ماهر هم دے، الله پاک هغوئي ته اختيارات عطا کړي دي، هغوئي ته د زمانې د تدبير اجازت هم عطا کړے شوے دے.

زړۀ د غير نه خالي ساتئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه کښې يو خو دا ذِکر دے چې حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ زړونو باندې حکومت لري او حکومت هم څنګه...؟ پۀ يو نظر سره يـې زړۀ د غير الله نه خالي کړو او خالي يـې هم داسې کړو چې بيا ټول عمر زړۀ د غير الله طرف ته مائل نه شو...!!

بيا پۀ دې واقعه کښې زمونږ د پاره يو سبق هم دے، که چرې مونږه اوچته مرتبه غوښتل غواړو، د الله پاک پۀ بارګاه کښې قُرب غواړو، د الله پاک د رضا طلبګار يو، دې د پاره به زړۀ د غير الله نه خالي کول وي، د دُنيا محبت، د نفس د خواهشونو پيروي به د زړۀ نه لرې کول وي، نو بيا به زړۀ ته د الله پاک محبت راځي، د الله پاک ياد به پۀ زړۀ کښې ځائے کيږي. د دې هم مونږ ته کوشش کول پکار دي. زړۀ د دُنيا نه لرې کول او د الله پاک پۀ ياد کښي لګول پکار دي.


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:69 ملتقطًا۔