Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

هلاکت وي، تۀ زما نه د داسې مسئلې د پوښتنې د پاره راغلے يـې، د کومې چې به ما له جواب نه راځي. واوره! ستا مسئله دا ده او د دې جواب دا دے. بے شکه زۀ پۀ تا کښې دننه د کُفر بَل شوے وور وينم. بيا يـې شيخ عبد الله تَمِيمِي ته وفرمائيل: تۀ زما د عِلم د امتحان اخستو د پاره راغلے يـې، واوره! ستا پوښتنه دا ده او د دې جواب دا دے او ستا د بے ادبۍ پۀ وجه زۀ وينم چې دُنيا به ستا تر غوږونو پورې رارسي.

بيا هٰغه بزرګ حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته پۀ محبت سره وکتل او اوئې فرمائيل: اے عبد القادره! تا د ادب پۀ وجه الله او رسول راضي کړو، زۀ وينم چې تاسو د بغداد پۀ منبر باندې ناست يئ او فرمايئ: قَدَمِیْ ہَذِہٖ عَلیٰ رَقَبَۃِ کُلِّ وَلِیِّ اللہِ (يعنې زما دا قدم د ټولو وليانو پۀ څټونو باندې دے).  

جس کی منبر ہوئی گردنِ اولیا                                                                                            اس قدم کی کرامت پہ لاکھوں سلام

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هٰغه نيک بزرګ چې څۀ فرمائيلي وو وروستو بالکل هم هٰغسې وشول، ابنِ سقا څوک چې د خپل عِلم پۀ غرور کښې وو، يو وخت راغلو چې دے غير مسلمه شو او د بے ايمانۍ پۀ حالت کښې د دُنيا نه رخصت شو، شيخ عبد الله تَمِيمِي چا چې د هغوئي امتحان اخستو، وروستو پۀ دُنيا دارۍ کښې اخته شو او حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته الله پاک ډيره اوچته مرتبه عطا کړله، بيا هٰغه وخت هم راغلو چې هغوئي د بغداد پۀ منبر باندې تشريف فرما وو او فرمائيل يـې: قَدَمِیْ ہَذِہٖ عَلیٰ رَقَبَۃِ کُلِّ وَلِیِّ اللہِ (يعنې زما دا قدم د ټولو وليانو پۀ څټونو باندې دے).

(بہجۃ  الاسرارو معدن الانوار، ذکر اخبار المشایخ عنہ بذالک، ص ۱۹)

قدم گردنِ اولیا پر ہے تیرا                                                                                        ہے تو رب کا اَیسا وَلی غوثِ اعظم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې واقعې نه معلومه شوه چې د الله پاک د وليانو، د نيکانو بندګانو پۀ خدمت کښې چې کله حاضريدل وي نو ادب کول پکار دي، د دې پۀ وجه د اللہ پاک رحمتونه حاصليږي، قرآني واقعه ده: چې کله جادوګران د