Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat
کريم د ټولو آخري دوه آيتونه دي:
الَّذِیْ یُوَسْوِسُ فِیْ صُدُوْرِ النَّاسِۙ(۵) مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ۠(۶) (پارہ:30، سورۂ ناس:5، 6)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: کوم چې د خلقو پۀ زړونو کښې وسوسې اچوي. د پيريانو او انسانانو نه.
معلومه شوه چې شيطانان او خراب انسانان، دا دواړه هٰغه دي کوم چې پۀ زړونو کښې وسوسې اچوي.
بعضې وخت زمونږ سره داسې کيږي * ډير پۀ جوش او جذبه کښې اودس کوو، مصلّیٰ غوړوو، نفلونه ادا کول شروع کړو، زړۀ مو وي چې ټوله شپه به نفلونه کووم، *د قرآنِ کريم د تلاوت د پاره کښينو، زړۀ مو وي چې نن به کم از کم 5 سيپارې خو لولم بيا به پاڅم، * تسبيح راواخلو او کښينو، اراده وي چې نن به 5 زره کرته درودِ پاک لولم، خو زر دا جذبه ختمه شي، بيا پۀ ورو ورو کارونه راياديدل شروع شي، بيا زړۀ ته خيالونه راځي، *نن بس 10 رکعته نفل کووم * بس نيمه سيپاره تلاوت هم کافي دے * د 500 کرته درودِ پاک فضيلت هم ډير دے، دومره لولم، داسې خيالونه راځي، جوش او جذبه کمه شي او مونږ چې څومره سوچ کړے وي، هٰغه همره عبادت د زړۀ نه نشو کولے. آخر داسې ولې کيږي، زمونږه زړۀ ولې واوړي؟ شيطان وسوسې اچوي.
شيطان کوم چې مَردُود دے، د الله پاک د بارګاه نه رټلے شوے دے، د لعنت طوق د هغۀ غاړې ته اچولے شوے دے، چې هغۀ پۀ زړونو باندې دومره قبضه لري، زړونه اړوي نو آيا د الله پاک نيکانو بندګانو ته دومره طاقت هم نشي ميلاويدے چې هغوئي زړونه د ګناهونو نه واړوي او پۀ نيکۍ کښي يـې مصروف کړي...؟
بيا دې ته هم وګورئ! چې الله پاک فرمائي: