Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

شي. ځکه مونږ له پکار دي چې عِلمِ دِين زده کړو، دې له اهميت ورکړو، عِلمِ دِين مو زده کړو، څومره دِيني عِلم زده کول چې فرض دے، هٰغه همره مو زده کړو، بيا که غواړو نو د دُنيا عِلم هم زده کړو. البته! وړومبے عِلمِ دِين زده کړئ. الله پاک فرمائي:

كُوْنُوْا رَبّٰنِیّٖنَ (پارہ:3، سورۂ آل عمران:79)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اللہ والا جوړ شئ.

يعنې الله والا جوړ شئ! څنګه کيدل دي؟ د عِلمِ دِين پۀ زده کولو، د قرآنِ کريم پۀ زده کولو، پۀ حديثونو مبارکو زده کولو، د دِين پۀ پوهه حاصلولو.

عِلمِ دِين زده کول ولې ضروري دي؟

پۀ يو بَل ځائے کښې الله پاک وفرمائيل:

وَ لٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ(۶) یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚۖ-وَ هُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ(۷) (پارہ:21، سورۂ روم:6، 7)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: خو اکثر خلق نه پوهيږي. د سترګو وړاندې دُنيائي ژوند پيژني، او هغوئي د آخرت نه بالکل غافله دي.

د دې آيت مبارک پۀ تفسير کښې علّامه نسفي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: دلته الله پاک د جهالت دوه قِسمونه بيان کړي دي: (1): يو جهالت دا دے چې بنده هډو پۀ څۀ پوهيږي نه، لکه څنګه چې دلته زياتره خلق بالکل اَن پړھ وي، هغوئي له خپل نوم ليکل هم نه ورځي (2): د جهالت دويم قِسم دے:

یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚۖ-وَ هُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ(۷)

يعنې هٰغه کَس کوم چې د ظاهري دُنيا معلومات خو ډير لري خو د اخرت نه بالکل غافله دے، هغۀ ته اګر چې اَن پړھ هم نه وئيلے کيږي، البته هغۀ هم جاهل دے.