Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

پۀ هغوئي کښې به يو کَس هم بغير د توبې نه نۀ مړ کيږي او هغوئي ته دا فضيلت ورکړے شوے دے چې د هغوئي مُريد او تر 7 پيړو پورې د هغوئي د مريدانو مريدان به جنَّت ته داخليږي.

شيخ ابو سَعود عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيانوي: زمونږه شيخ مُحْیُ الدِّیْن عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلو مريدانو د پاره تر قيامته پورې د دې خبرې ضامن دے چې پۀ هغوئي کښې به څوک هم بغير د توبې نه نۀ مړ کيږي.

مُريد جوړ شئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که تاسو اوسه پورې د چا جامع شرائط پير نه بيعت نه وي کړے نو مشوره ده چې پۀ قادريه سلسله کښې مُريد جوړ شئ او د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره خپل نسبت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ دِين او پۀ دُنيا کښې به مو بے شميره برکتونه نصيب شي. ياد ساتئ! مُريد جوړيدل ډير ضروري دي. الله پاک د قرآنِ کريم پۀ شپږمه سيپاره، سورۃ المائدہ، آیت:35 کښې ارشاد فرمائي:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ (پارہ: 6، سورۃ المائدۃ:35)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! د الله نه ويَريږئ او د هغۀ طرف ته وسيله ولټوئ.

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: د هر څيز د لټولو د پاره دروازې بيلې بيلي دي، د هرې سودا د کوشش د پاره بازارونه او دکانونه بيل بيل دي، د هٰغه څيز پۀ لټون کښې دې دروازو، دې دکانونو، بازارونو ته تلل وي، که الله پاک لټوئ نو د حُضُورِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دروازه باندې او که حُضُورِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لټوئ نو د اولياءَ الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم پۀ