Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat
اينډ تفسير) دے. پۀ دې ايپلي کيشن کښې * مکمل قرآنِ کريم * د اعلیٰ حضرت، اِمام اهلِسُنَّت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلې ترجمۀ کنز الايمان * اسانه ترجمه کنز العرفان او * پۀ اسان انداز کښې ليکلے شوے تفسير صِرَاطُ الـجنان شامل دے. * قرآنِ کريم، ترجمه او تفسير پۀ آډيو (Audio) کښې هم اوريدے شئ. *عام طور هره ورځ تلاوت کيدونکي سورتونه بيل جمع کړے شوي دي * د مَدَني چينل تفسيرِ قرآن او مختلف قرآني پروګرامونه هم د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ اسانۍ سره کتے شئ * نور دا چې قرآني آيتونه، ترجمه او تفسير پۀ وټس ايپ (Whats App)، پۀ فيس بُک (Facebook) وغيره باندې د خپلو دوستانو سره شيئر کولے هم شئ. دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، عِلمِ دِين زده کړئ او نورو ته د رسولو سره د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب هم حاصل کړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اميرِ اهلِ سُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه د ربیع الآخر د میاشتې پۀ مقدّسو ساعتونو کښې د حضرت غوثِ اعظم شیخ عبدالقادر جیلانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سيرتِ مبارک باندې مشتملې درې جامِع رسالے ليکلې دي: پۀ دې کښې د غوث پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حياتِ مبارک، د هغوئي کرامات او روحاني فُيُوض او برکات پۀ تفصيل سره بيان کړے شوي دي. دا رسالے د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بے مثاله شخصيّت، د هغوئي تعليماتو او الله پاک ته د نزدې کوونکې لارې طرف ته د عقيدتمندو رهنمائي کوي.
اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! د دې د لوستلو سره به ستاسو ایمان نور مضبوط شي او زړۀ به مو د اللہ پاک پۀ محبّت روښانه شي.