Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

عمل جذبه زياته شي، د چا اعمال چې وه وينې نو د آخرت ياد زيات شي وهم الاوليا يعنې هُم دغۀ د الله پاک وَلِيان دي. (نوادر الاصول)

امام ترمذي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې ليکي: د الله پاک چې کوم وَلِي وي * رَبِّ کريم د هغۀ زړۀ د نُور نه ډک کړي * د هغۀ پۀ سترګو کښې هم هٰغه نُور ځليږي * هغۀ چې کله خبرې کوي نو د هغۀ پۀ خبرو کښې نُور ځليږي *هغۀ چې کله څۀ عمل کوي نو د هغۀ پۀ اعمالو کښې هٰغه نُور ښکاري، ځکه د الله پاک د وَلِي د ليدلو سره * زړونه اوړي * د زړۀ نه غفلت لرې کيږي * د رَبّ ياد پۀ زړۀ کښې ځائے کيږي، چې کله د الله پاک د وَلِي خبرې اورو نو د هغۀ د خبرو پۀ ذريعه ځليدونکے د زړۀ نُور زمونږ پۀ زړۀ باندې اثر کوي او د زړۀ نه زنګ لرې کيږي او د نيک کارونو طرف ته اوړي.

معلومه شوه چې د الله پاک وَليانو ته چې کوم نُور عطا کولے شي، د هٰغه نُور پۀ ذريعه هغۀ د خلقو پۀ زړونو باندې حکومت کوي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه پير، د پيرانو پير، پير دستګير حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف ولې نۀ دے بلکې د وليانو سردار دے، هغوئي ته هم پۀ زړونو باندې قبضه عطا کړے شوې ده. د هغوئي پۀ زړونو باندې قبضه څنګه ده؟ واورئ!

بد اخلاقه هلک توبه وکړه

حضرت ابوحسن قَوِّاس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زۀ او زما سره ډير خلق د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زيارت د پاره روان شول، مونږ ټولو د خپلو مشکلاتو او پريشانو د حل د پاره د دعا کولو اراده لرله، پۀ لار کښې نور خلق هم زمونږ سره ميلاو شول. پۀ هغوئي کښې يو هلک وو، ما هغۀ پيژندلو، دا ډير د خرابو اخلاقو والا وو، اکثر به ناپاکه وو. خير مونږ ټول د غوثيت د بارګاه طرف ته روان وو چې اتفاقاً د حُضُورِ غوثِ