Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

علمي مقام او مرتبه څۀ ده. د ډير سوچ نه پس يـې د خپل وَس مطابق مشکلې مشکلې مسئلې راويستلې او د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه محفل ته حاضر شول.

 حضرت شيخ مُفَرَّج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ هم هٰغه وخت پۀ پاک محفل کښې حاضر ووم. کله چې هٰغه عالِمان محفل ته راغلل او کښيناستل نو غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل سر مبارک ښکته کړو، فوراً د هغوئي د سينې مبارکې نه يوه رڼاراووتله او د هٰغه ټولو عِلم والؤ پۀ سينو باندې وګرځيدله .

بيا څۀ وو، هٰغه رڼا چې د کوم يو عالِم پۀ سينه هم راتيره شوه نو هغۀ حيران پاتې شو او ويريدلو، هٰغه ټولو عِلم والؤ خپل ګريوانونه وشلول او سر تور سرونه غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ورنزدې شول او د هغوئي پۀ ښپو مبارکو باندې يـې سرونه کيښودل! غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې د رَحْمَةٌ لِّلعٰلَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزاده (يعنې اولادِ رسُول) دے، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ اولاد کښې دے، د هغوئي پۀ هٰغه عالمانو باندې رحم راغلے، هغوئي نمبر پۀ نمبر هر يو خپلې سينې ته راجُختولو  او فرمائيل به يـې: ستا پوښتنه دا وه او د هغې جواب دا دے. داسې يـې د يو يو عالم ټولې پوښتنې هم پخپله وه وئيلې او جوابونه يـې هم پخپله ارشاد کړل!

حضرت شيخ مُفَرَّج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: وروستو د دې علم والؤ نه پوښتنه وکړے شوه: پۀ تاسو څۀ شوي وو؟ اوئې وئيل: څنګه چې مونږ محفل ته راغلو او کښيناستو، ناڅاپه داسې وشول چې ټول عمر چې مونږ کوم عِلم حاصل کړے وو، ټول زمونږ د سينو نه لرې شو، لکه چې مونږه هډو عِلم حاصل کړے نه وو. کله چې مونږ حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلې مبارکې سينې ته راجُخت کړو نو زمونږه عِلم واپس راغلے. (فتاویٰ رضويه)

گُلِ بُوستانِ نبی غوثِ اعظم                                                                                                  مہِ آسمانِ علی غوثِ اعظم

تُو وہ گل ہے باغِ حسین و حسن کا                                                                               کہ بُو تیری سب میں بسی غوثِ اعظم