Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

وي؟ زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل چې د الله پاک وَلِي هغۀ وي، دچا په ا کتلو سره چې رَبّ راياد شي، د چا خبرې چې واورې نو د عمل جذبه زياته شي او د هغۀ اعمال چې وه وينې نو د آخرت ياد زيات شي.

دا درې واړه نخښې پۀ خپل زړۀ کښې کښينول پکار دي. ځکه چې

لباسِ خضر میں یہاں سینکڑوں راہزن بھی پھرتے ہیں

اگر جینے کی خواہش ہے تو پہچان پیدا کر

وضاحت: د لباسِ خضر نه مُراد راه نما دے، او د رهزن مطلب ډاکو دے لہٰذا د دې معنیٰ دا شوه چې دلته د راه نما [يعنې لار ښود] پۀ جامو کښې د ايمان ډاکوان هم ګرځي، که د ژوند خواهش دي وي  نو څۀ پيژندګلو پيدا کړه يعنې اوپيژنه  چي حقيقي راه نما څوک دے.

څومره داسې خلق دي  چې د الله پاک د محبت لوئي لوئي دعوې خو کوي، د ځان نه يـې لوئي وَليان جوړ کړي وي  خو د هغوئي حالت داسې وي چې * هغوئي ته د کتلو سره د رَبّ ياد راتلل خو غټه خبره ده اُلټا غفلت زياتيږي * د هغوئي د خبرو اوريدو سره زړونه مړه کيږي * د هغوئي اعمال داسې وي چې د الله پاک نه ويره لرونکے غوږونو له لاسونه يوسي، توبه توبه کوي...!! د الله پاک پۀ ناراضه کوونکو کارونو کښې ډاډه وي * نـمونځونه قضا کوي * روژې نۀ نيسي * صدقه او خيرات نه کوي * د زنانؤ پۀ شان اوږده اوږده ويښته يـې  پريښودي وي * نشه ور څيزونه مثلاً بهنګ وغيره څښي او دعویٰ څۀ ده: مونږ عشق والا يو * زمونږه د الله پاک سره محبت دے.

که دوئي ته د نيکۍ دعوت ورکړے شي، د نـمونځ کولو دعوت ورکړے شي، د ګناه پريښودو، د رَبّ د نا راضه کولو کارونو دپريښودو دعوت ورکړے شي نو ډير پۀ جرأت سره وائي: صاحبه! نـمونځونه تۀ کوه! مونږ خو رسيدلي خلق يو. لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ! دعویٰ د الله پاک د محبت...!! کارونه د الله پاک ناراضه کولو او پۀ دې باندې دومره د جهالت