Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

نشي راجمع کيدے. ([1]) د مسلمانانو څلورم خليفه، شيرِ خُدا، عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: دُنيا او اخرت دوه بَنې دي، څومره چې د يوې نه راضي وي، دويمه به درنه دومره خفه  وي. ([2])

چا چې څۀ وغوښتل ورعطا يـې کړل

د شيخ محمد بِن مَحفوظ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان دے: يو ځل ډير پيران د سرکارِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښي حاضر وو، حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: خپل خپل حاجتونه بيان کړئ، څوک چې څۀ غواړې ورته به ميلاويږي.

د غنيمت موقع وه، ټولو مشائِخو خپل خپل حاجتونه بيانول شروع کړل، چا عرض وکړو: زۀ د مُجَاهَدې (يعنې پۀ نيکو کښې د ښه ډير کوشش کولو) طاقت غواړم. چا عرض وکړو: زۀ د الله پاک نه د ويرې طلب ګار يم، چا عرض وکړو: زۀ خپل وخت محفوظ کول (يعنې پۀ ذِکرُ الله کښي مشغول اوسيدل) غواړم، چا عرض وکړو: زۀ پۀ عِلم کښې اضافه غواړم. * شيخ خليل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض وکړو: زۀ قُطب جوړيدل غواړم *شيخ اَبُو البَرَکات رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض وکړو: زۀ د الله پاک پۀ محبت کښې ډيره اضافه غواړم * شيخ اَبُو الفَتُوح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض وکړو: زۀ د قرآنِ کريم او د حديثِ رسول حافظ جوړيدل غواړم.

داسې ټولو خپل خپل حاجتونه بيانول، چې کله ټولو عرض وکړو نو سرکارِ غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: مونږ د ټولو پۀ حاجتونو کښي د ټولو مدد کوو.


 

 



[1]... احياء العلوم، كتاب ذم الدنيا، بيان ذم الدنيا، ٣/٢٥٣.

[2]... احياء العلوم، كتاب ذم الدنيا، بيان ذم الدنيا، ٣/٢٥٨.