Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

فرمائيل: عبد القادره! تا مونږ پۀ دولسمه يادکړلو، مونږ تا له يولسمه درکوو. دا سرکاري عطيه ده، ځکه پۀ ټوله دنيا کښې خوره شوه. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د صدو تيريدو نه پس اوس هم د غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه غلامان پۀ ربيع الآخر کښې خصوصاً او د دې نه علاوه د هرې اِسلامي مياشت پۀ 11 تاريخ پۀ شوق سره د 11 شريف اهتمام کوي. ([1])

تیرے جَدْ کی ہے بارہویں غوثِ اعظم                                                             ملی ہے تجھے گیارہویں غوثِ اعظم

کوئی ان کے رُتبہ کو کیا جانتا ہے                                                                                             مُحَمَّد  کے ہیں  جانشیں  غوثِ اعظم

ہوئے اَولیا ذی شرف گرچہ لاکھوں                                                                           مگر سب سے ہیں  بہتریں  غوثِ اعظم

تجھے سب نے جانا، تجھے سب نے مانا                                                                  تری سب میں دُھومیں مچیں غوثِ اعظم([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

امتحان اخستونکي پخپله پۀ امتحان کښې پريوتل

بَهـجَةُ الاَسرَار شريف کوم چې د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سيرت باندې ليکلے شوے د ټولو نه معتبر او مستند کتاب دے، پۀ دې کښې دي: چې کله حضرت شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشهور شو، خلق د هغوئي طرف ته راتلل، د هغوئي بيانونه به يـې اوريدل او نيکان به جوړيدل نو بعضې د عِلم والا پۀ څۀ شک کښي شول، نو د بغداد 100 لوئي لوئي عالمان څوک چې ډير ماهره عالمان او ډير ذهين وو، هغوئي پۀ خپل مينځ کښي مشوره وکړه او 100 مختلفې دِيني مسئلې يـې راجمع کړلې، پۀ دې خبره باندې متفق شول چې ټول به د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضريږي او د خپلې خپلې مسئلې پوښتنه به کوي د پاره د دې چې معلومه شي چې د هغوئي


 

 



[1]... جاء  الحق، صفحہ:220 خلاصۃً۔

[2]...قبالۂ بخشش، صفحہ:166، 168 ملتقطاً۔