Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

Book Name:Ghous e Pak Ki Dilon Par Hukumat

فرمان د الله ربُّ العَالَمِين دے، الله پاک فرمائي: مَنْ عَادَی لِیْ وَلِیّاً فَقَدْ آذَنْتُہُ بِالْحَرْبِ کوم بنده چې زما د يو وَلِي سره دښمني وساتي، زۀ (الله رَبُّ العَالَمِين) د هغۀ سره د جنګ اعلان کووم.

الله! الله! څومره سخت وعيد دے. لږ غور خو وکړئ! د چا سره چې الله پاک د جنګ اِعلان وکړي نو هغۀ پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې د ذِلّت نه څنګه بچ کيدے شي، هيڅکله هم نشي بچ کيدے، لہٰذا مونږ له پکار دي چې د الله والؤ پۀ شان کښې د ګستاخۍ نه ځان وساتو.

محفوظ سدا رکھنا شہا بے ادَبوں سے                                                   اور مجھ سے بھی سرزد نہ کبھی بے ادَبی ہو([1])

د الله والؤ پۀ مخکښې پۀ عِلم باندې غرور

د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه واقعه ده، هغوئي پۀ بغداد شريف کښې پۀ جامعه نظاميه کښې سبق وئيلو، يوه ورځ هغوئي او د هغوئي د مدرسې دوه ملګري اِبنِ سقا او شيخ عبد الله تَمِيمي د غوث نومې يو بزرګ د زيارت د پاره لاړل. پۀ لاره کښې * اِبنِ سقا وه وئيل: زۀ به د دې بزرګ نه د داسې مسئلې پوښتنه کووم چې دے به يـې جواب رانکړے شي * شيخ عبد الله تَمِيمي وه وئيل: زۀ به هم ګرانه پوښتنه کووم، ګورم چې هغوئي به يـې څۀ جواب راکوي * د حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره ښکلے شان دے، هغوئي وفرمائيل: د الله پاک پناه! زۀ خو به هيڅ پوښتنه نه کووم بلکې د هغوئي د زيارت برکت به حاصلووم.

بيا دا درې واړه حضرات د هٰغه بزرګ پۀ خِدمت کښې حاضر شول، هغوئي چې اِبنِ سقا وليدلو نو پۀ جلال کښې راغلو او اوئې فرمائيل: اے ابنِ سقا! ستا د پاره دې


 

 



[1]...وسائلِ بخشش، صفحہ:315۔