Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
ځائے، پۀ هره يوه معامله کښې به د دِين او بس هُم د دِين حُکم چليږي۔ الله پاک فرمائي:
اِنِ الۡحُکۡمُ اِلَّا لِلّٰہِ (پارہ:12، سورۀ یوسف:40)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حُکم خو صرف د الله دے۔
حُکم به د الله پاک چليږي، د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چليږي۔ ځکه دا حکمونه مونږ ته زده کول پکار دي!
بيا د دې سره سره * مال څنګه خرچ کول دي؟ دا به هم زده کول غواړي * پۀ کوم ځائے کښې مال خرچ کول فرض دي؟ * چرته واجب دي؟ * چرته حرام دي؟ مختلف صورتونه جوړيږي، دا هر څۀ هم مونږ ته زده کول دي۔ کوم بنده چې دا حکمونه زده کړي، بيا د الله پاک نه ويريږي، د دې مطابق عمل کوي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: فَهَذَا بِاَ فْضَلِ المَنَازِلِ دا بنده د افضلې مرتبے والا دے۔
احکامِ شَرْع پر مجھے دے دے عمل کا شوق پیکر خلوص کا بنا یاربِّ مصطَفٰے!([1])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د مالداره عالِمِ دِين ذِکرِ خير
حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي عالِم او مُحَدِّث تير شوے دے، د هغوئي پۀ وخت کښې به لوئي لوئي عالمانو هغوئي ته عالِمِ مشرق و مغرب وئيلو۔ الله پاک هغوئي ته مال هم ډير عطا کړے وو، پۀ لکونو دِرهَم (يعنې د سپينو زرو سِکّے) خو هغه وې کومې چې به هغوئي د کال صدقه کولې، غټو غټو ملکونو ته به د هغوئي تجارتي قافلې تللې، پۀ کتابونو کښې ليکلي دي چې د هٰغه وخت د بادشاه به دومره شان او شوکت نۀ وو، څومره چې د حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو۔ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څۀ