Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

مالي طاقت نۀ لرلو پۀ وجه نشي تللے نو نا قلاره کيږي چې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هغوئي د حج د پاره لاړل، مونږه پاتې شو۔۔۔!! رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته وفرمائيل: آيا زۀ تاسو ته هٰغه څيز اونه ښايم که تاسو پۀ هغې باندې عمل وکړئ نو چې کوم فضيلت هغوئي (حج او او نورو مالي عبادتونو کوونکو) ته ميلاؤيږي، د هغې نه هم زيات فضيلت به تاسو ته حاصل شي۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د داسې فضيلت والا نيکۍ ښودلو سره وفرمائيل: د هر نـمونځ نه پس 34 کرته اللہُ اَکْبَر، 33 کرته سُبْحٰنَ اللہ او 33 کرته اَلْحَمْدُ للہ لولئ...!! ([1])

پۀ چا باندې رَشک کول پکاردې ۔۔۔؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نا اشنا، د نيکو نه ډک سوچ ته وګورئ! * مالداره ښه خوراکونه کوي، پۀ دې باندې هغوئي رشک ونکړو * مالداره ښې جامې اغوندي، پۀ دې باندې يـې هم هيڅ رشک ونکړو * د مالدارو کور بهترين وي، پۀ دې باندې هم رشک نشته۔ چې رشک دے نو پۀ دې خبره باندې دے چې * هغوئي نـمونځونه کوي، مونږه هم نـمونځونه کوو * هغوئي تلاوت کوي، مونږه هم تلاوت کوو * هغوئي حديثونه اوري، مونږه هم حديثونه اورو * هغوئي نفلونه کوي، مونږه هم نفلونه کوو * هغوئي روژې نيسي، مونږه هم روژې نيسو، تر دې ځائے پورې خو معامله يو شان ده * خو هغوئي مالداره دي، ځکه هغوئي حجونه کوي، زکوٰة، صدقه او خيرات وغيره مالي عبادتونه هم کوي خو مونږه مالي عبادتونه نشو کولے، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ دې ځائے کښې مالداره زمونږ نه د نيکو پۀ معامله کښې وړاندې ځي۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د رشک اصلي مقام۔۔۔!! کاش چې زمونږه هم داسې د نيکو نه ډک


 

 



[1]... سنن الکبریٰ للنسائی، جلد:9، صفحہ:65، حدیث:9902۔