Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
رَشک نصيب شي۔ چې مالدارو ته وګورو نو مونږه هم لالچ وکړو خو پۀ دې نۀ چې هغوئي عيش او عشرت کوي د غفلت نه ډک ژوند کوي بلکې * چې مالداره کله حج له ځي نو پۀ زړۀ کښې لالچ پيدا شي چې کاش زما سره هم مال وے، زۀ هم حج له تلے وے * مالداره صدقه او خيرات کوي، زمونږه پۀ زړۀ کښې هم لالچ راشي چې کاش زما سره هم مال وے، ما هم صدقه او خيرات کولے، پۀ دې حالت کښې خو به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا د زړۀ لالچ ښه ثابتيږي، د رَبِّ رحمان د رحمت نۀ طمع ده چې د دې لالچ پۀ برکت به زمونږه هم د حج او د صدقې وغيره ثواب نصيب شي۔
الله پاک دې زمونږه د ښه نيت سعادت نصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څلور قِسمه خلقو ذِکر وکړو او اوئې فرمائيل: کوم بنده چې د مال حقونه هم پيژني او د هغې حقونه هم ادا کوي، هغۀ د ټولو نه افضل دے۔
د دې نه معلومه شوه چې د مال حقونه هم شته او هٰغه حقونه ادا کول هم دي۔ دلته د مال ګټلو فِکر هم وي، د مال د الوځولو شوق هم وي خو د دې حقونه څۀ دي؟ هغه به څنګه ادا کوې؟ د دې فِکر نۀ کيږي۔ ياد ساتئ! د مال حقونه نۀ ادا کول سخت ترين جُرم دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ الَّذِیۡنَ یَکۡنِزُوۡنَ الذَّہَبَ وَ الۡفِضَّۃَ وَ لَا یُنۡفِقُوۡنَہَا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ ۙ فَبَشِّرۡہُمۡ بِعَذَابٍ اَلِیۡمٍ (ۙ۳۴) (پارہ:10، سورۀ توبه:34)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او کوم خلق چې سره زر او سپين زر جمع کړي ساتي او د الله پۀ لاره کښې يـې نۀ خرچ کوي هغوئي ته د دردناک عذاب زيرے واوروه۔