Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
وفرمائيلو او د دوو غريبانانو ذِکر يـې وفرمائيلو۔ * د يو غريب پۀ باره کښې يـې وفرمائيل: دا هم د مالداره عالِم پۀ شان د افضلې مرتبے والا دے * د دويم غريب پۀ باره کښې يـې وفرمائيل: دا د بے عِلمه مالداره پۀ شان د بد ترينې درجے والا دے۔
دلته هم وګورئ! هُم دواړه غريبانان دي خو د دوئي پۀ انجام کښې د زمکې او د اسمان فرق دے، يو غريب افضلې مرتبے والا دے، دويم غريب بد ترينې درجے والا دے۔ پۀ دې دواړو کښې فرق څۀ څيز کوي؟ نِيَّت۔ * يو غريب کوم له چې الله پاک مال نۀ دے ورکړے خو عِلمِ دِين يـې ورعطا کړے دے، هغۀ ښه او بد پيژني، اوئې فرمائيل: فَهُوَ صَادِقُ النِّيَّةِ دا غريب عالِم چې کوم دے، دا رښتوني نيت والا دے۔ بس د دۀ دا رښتونے نيت دے کوم چې دا د مالداره عالِم درجے ته رسوي * دويم غريب کوم ته چې نۀ عِلمِ دِين ميلاؤ شو، نۀ مال عطا شو، دا د عِلمِ دِين د نعمت نه محرومه دے، ځکه د رښتوني نيت نه هم محرومه دے، د دۀ پۀ زړۀ کښې چې کوم خواهشات راپورته کيږي، هغه د جاهله مالداره راپورته کيږي، دا غواړي چې کاش! زما سره هم مال وے، ما هم عيش کولے، زۀ هم کلب ته تللے، پۀ فضولياتو کښې مشغول وے، د دُنيا مزې مې کولے۔ اوئې فرمائيل: دا او جاهل مالداره هُم دواړه د بد ترينې درجے والا دي۔
د اعمالو دار و مدار پۀ نيت باندې دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې ځائے نه د نيت پۀ اهميت باندې ځان پوهه کړئ! هُم دواړه غريبانان دي خو يو د ښه نيت والا دے، هغۀ د مالداره عالِم پۀ شان افضلې مرتبے ته ورسيدلو، دويم د بد نيت والا دے، هغۀ د جاهله مالداره پۀ شان د بد ترينې درجے حقدار شو۔ معلومه شوه چې د نيت ډير اهميت دے۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو باندې دے۔ ([1]) نور يـې وفرمائيل: