Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

مالداره دې هم عِلمِ دِين زده کړي

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د عِلمِ دِين پۀ اهميت باندې ځان پوهه کړئ۔۔۔!! * کوم اِسلامي وروڼه چي کاروباريان دي * غټې غټې کارخانې چلوونکي * فيکټريانې چلوونکي * غټ غټ کاروبار کوونکي * اميران او مالداره اِسلامي وروڼه دي، زۀ به د هغوئي پۀ خدمت کښې عرض کووم چې د عِلمِ دِين د زده کولو طرف ته پام وکړي۔۔۔!! دا ډير ضروري څيز دے۔

دلته يو اکثريت دے، کومو چې نـمونځ نۀ دے زده کړے، بس چې څنګه يـې پۀ ماشومتوب کښې مور پلار، پۀ جومات کښې نـمونځ کوونکي ليدلي دي، هٰغسې يـې کوي، دا پۀ خپل ځائے باندې صحيح خبره ده چې نـمونځ هم مونږ ته زده کول دي، د اوداسه او د غسل مسئلې هم مونږ ته زده کول دي خو زۀ دا عرض کووم چې لکه مونږه څنګه نـمونځ نۀ دے زده کړے، داسې مو دکان چلول هم نۀ دے زده کړے، د کاروبار احکام خو هم مونږه نۀ دي زده کړي، چې مونږه د ځان پۀ باره کښې غور وکړو، پۀ زړۀ باندې لاس کيږدو او غور وکړو * سود حرام دے، ټولو ته معلومه ده خو د سود تعريف څۀ دے؟ آيا دا مونږ ته معلومه ده؟ چې مونږ ته دا نۀ دي معلوم چې سود څۀ ته وئيلے شي، بيا به مونږه د دې نه څنګه بچ کيږو؟ * دلته شريک کاروبارونه هم کيږي ، د شراکت شرطونه څومره دي؟ کوم کوم دي؟ چا چا ته معلوم دي؟ پۀ خپل زړۀ کښې غور وکړئ * پۀ شراکت کښې به ګټه څنګه تقسيميږي؟ د چا به څومره فيصده مال رَسي؟ پۀ دې باره کښې اِسلامي قوانين څۀ دي؟ * مونږه پۀ آرډر باندې مال تياروو، دې ته بيع سَلَم وئيلے شي، د دې احکام څۀ دي؟ * بيعانه چې کومه مونږه ادا کوو، د دې حيثيت څۀ دے؟ * پۀ سودا باندې سودا کول جائز نۀ ده، د دې مطلب څۀ دے؟ * د اَجِير