Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
بادشاهانو والا ويني، داسې څومره مالداره دي کوم چې پۀ محلونو او بنګلو کښې اوسيږي خو زړۀ يـې د الله پاک د محبت نه ډک وي۔ ځکه نۀ خو پۀ مالداره کيدو کښې فضيلت شته او نۀ پۀ غريب کيدو کښې څۀ عيب شته ، خوش قِسمته هغۀ دے څوک چې د الله پاک پۀ عطا باندې راضي وي او د هغۀ د رضا طلبګار وي۔
د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: که يو کَس پۀ مخ د زمکه ټول مال حاصل کړي او د هغۀ اراده د الله پاک د رضا حاصلول وي نو هغۀ زاهد دے او که ټول مال پريږدي خو د الله پاک رضا يـې مقصد نه وي نو هغۀ زاهد نۀ دے۔ ([1])
حسنِ عمل سے دامن اگرچہ ہے خالی تیری رضا کا ہر دم ہوں تجھ سے سوالی
پھیرنا اپنے در سے مجھ کو نہ خالی یاخدا! تجھ سے میری دعا ہے
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
(1): د عِلمِ دِین اهمیت او فضیلت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې حديثِ پاک باندې غور وکړئ! رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خلقو څلور قِسمونه وښودل: (1): مالداره عالِم (2): غریب عالِم (3): بے عِلمه مالداره (4): بے عِلمه غریب۔
د اَجر او نتيجے پۀ لحاظ سره دا څلور قِسمه خلق پۀ دوو ډلو کښې تقسيم دي: (1): مالداره عالِم او غريب عالِم۔ د دې دواړو پۀ باره کښې يـې وفرمائيل: دا د افضلې مرتبے والا دي (2): بے عِلمه مالداره او بے عِلمه غريب۔ د دې دواړو پۀ باره کښې يـې