Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

د دې آيت لاندې پۀ تفسير صراط الـجنان کښې دي: تاسو پۀ کومه وجه باندې د الله پاک پۀ لاره کښې خرچ نۀ کوئ حالانکې د اسمانونو او د زمکې هر څۀ مالِک الله پاک دے هغۀ هميشه پاتې کيدونکے دے خو تاسو به مړه شئ او ستاسو مال به د هغۀ پۀ ملکيت کښې پاتې شي او تاسو ته به د نۀ لګولو پۀ شکل کښې ثواب هم نۀ ميلاويږي، ستاسو د پاره بهتره دا ده چې تاسو خپل مال د الله پاک پۀ لاره کښې ولګوئ  چې د دې پۀ بدله کښې ثواب بيامومئ۔ ([1])

دعوتِ اسلامی کی قَيُّوم، سارے جہاں میں مچ جائے دُھوم

اس پہ فِدا ہو بچہ بچہ یا اللہٍ مری جھولی بھر دے

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: علاقائي دوره

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو، د ضروري دِيني عِلم حاصلولو، پۀ قرآن او سُنَّت باندې د عمل کولو د جذبې موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به مو د دين او د دنيا بے شميره خيرونه نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار علاقائي دوره هم ده۔ 

د حديثِ پاک خلاصه ده: پۀ کومه ښپه باندې چې د الله پاک پۀ لاره کښې دوړه پريوځي، هغې ته به د دوزخ وور نۀ ورنزدې کيږي ([2]) * د نيکۍ د دعوت ورکولو، د ګناه نه د منع کولو د پاره د کور نه وَتل هم د الله پاک پۀ لاره کښې وَتل دي * زمونږه خوږ آقا او مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د نيکۍ دعوت ورکولو د پاره بازارونو


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:27، سورۂ حدید، زیرِ آیت:10، جلد:9، صفحہ:721۔

[2]... مسند امام احمد، جلد:6، صفحہ:507، حدیث:16356۔