Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
نکړے شي، چرته چې خرچ کول ضروري دي، جائِز او مبَاح دے، هلته يـې خرچ کړي، د دې نه علاوه پۀ فضولياتو کښې يـې اونه لګوي (3): دريم دے: حقُ الاُمَّة، يعنې د اُمَّت حق۔ هغۀ دا چې الله پاک کوم مال درعطا کړے دے، هغه پۀ بندګانو باندې ولګولے شي، د دې پۀ ذريعه باندې د مور پلار خدمت وکړے شي، د خپلو خپلوانو خدمت، د يتيمانانو، کونډو او غريبانانو مدد وکړے شي۔ بيا پۀ دې کښې تفصيلات دي، زکوٰة، فطرانه، نفل صدقې وغيره ټول پۀ دې کښې شامل دي۔
مونږ له پکار دي چې د مال دا ټول حقونه پوره پوره ادا کړو، مال صرف او صرف هم پۀ حلاله ذريعه باندې وګټو، او هُم پۀ حلاله لار کښې يـې ولګوو، الله پاک چې مال راکړے دے نو دا پۀ کار راولو، پۀ فضولياتو کښې يـې نۀ الوځوو او دا مال د الله پاک پۀ لاره کښې خرچ هم کړو۔
مونږه پۀ شروع کښې حديثِ پاک واوريدو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قَسم خوړلو سره وفرمائيل: د صدقې کولو سره د انسان مال نۀ کميږي بلکې نور زياتيږي۔ ځکه د الله پاک پۀ لار کښې د لګولو ذهن جوړ کړئ۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
مَثَلُ الَّذِیۡنَ یُنۡفِقُوۡنَ اَمۡوَالَہُمۡ فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ کَمَثَلِ حَبَّۃٍ اَنۡۢبَتَتۡ سَبۡعَ سَنَابِلَ فِیۡ کُلِّ سُنۡۢبُلَۃٍ مِّائَۃُ حَبَّۃٍ ؕ وَ اللّٰہُ یُضٰعِفُ لِمَنۡ یَّشَآءُ ؕ وَ اللّٰہُ وَاسِعٌ عَلِیۡمٌ (۲۶۱) (پارہ:3، سورۀ بقرہ:261)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هٰغه خلقو مثال کوم چې خپل مالونه د الله پۀ لاره کښې خرچ کوي د هٰغه دانے پۀ شان دے چې هغې اووه وَګي وکړل، پۀ هر وَګي کښې سل دانے دي، او الله به يـې د دې نه هُم زياتې کړي د چا د پاره چې وغواړي او الله فراخۍ والا، عِلم والا دے۔