Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
سُبْحٰنَ اللہ! څنګه تقویٰ دہ، اوس ظاهره ده چې دومره عظيم کار به هغۀ کوي څوک چې د شريعت دومره زيات عِلم لري۔
د هغوئي د والد صاحب حضرت مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه واقعه ده، هغوئي به د چا پۀ باغ کښې کار کولو۔ ډير کلونه هغوئي هلته مزدوري وکړه۔
تاسو به سوچ کوئ چې زوي يـې دومره مالداره دے او پلار يـې د چا پۀ باغ کښې مزدوري کوله۔ نۀ۔۔۔!! داسې نۀ ده۔ پۀ اَصل کښې حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ يوه غريبه کورنۍ کښې پيدا شو، هغوئي ته دومره مال پۀ وراثت کښې نۀ وو ميلاؤ شوے، هغوئي پخپله پۀ خپل محنت باندې ګټلے وو۔ د هغوئي والد صاحب به د مالدارۍ نه مخکښې مزدوري کوله۔
يوه ورځ څۀ وشو چې د باغ مالِک هلته راغلو او اوئې وئيل: مبارَکه! ما له يو خوږ انار راوړه۔۔۔!! حضرت مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لاړو، يو اَنار يـې راوړو، مالِک له يـې ورکړو، هغۀ وخوړلو نو هغۀ تريو وو۔ مالِک پۀ غصه کښې ووئيل: ما درته د خوږ راوړلو وئيلي وو، دا خو تريو دے، لاړ شه! خوږ اَنار راوړه! هغوئي بيا لاړو، د بَلې وَنې نه يـې اَنار راوشوکولو، مالِک له يـې ورکړو، هغۀ وخوړو نو دا انار هم تريو وو۔ مالِک نور غصه شو، اوئې وئيل: نور راوړه۔۔۔!! هغوئي دريم اَنار راوړو، د بده مرغه هغه هم تريو وو۔ بيا مالِک ډير زيات غصه شو او اوئې وئيل: دلته دې د کار کولو دومره موده وشوه، تر اوسه پورې خوږ اَنار هم نۀ پيژنې۔ هغوئي وفرمائيل: آؤ جي! واقعي ده چې زۀ خوږ اَنار نۀ پيژنم۔ مالِک پوښتنه وکړه: ولې؟ اوئې فرمائيل: ځکه چې ما چرته اَنار خوړلے نۀ دے۔ بيا د مالِک غصه پۀ حيرانتيا کښې بدله شوه، پوښتنه يـې وکړه: ولې دې نۀ دے خوړلے؟ اوئې فرمائيل: ځکه چې تاسو